Homeخبرونهفوټبال: بالوګون د ټرمپ په غوښتنه د بلجیم پر وړاندې لوبېږي

فوټبال: بالوګون د ټرمپ په غوښتنه د بلجیم پر وړاندې لوبېږي

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د امریکا د ملي لوبډلې بریدګر لوبغاړي فولارین بالوګون ته د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې د بلجیم پر وړاندې د لوبېدو اجازه ورکړه.

بالوګون د بوسنیا او هرزګوینا پر وړاندې تېره لوبه کې سور کارت اخیستی و.

نوموړی باید د قوانینو له مخې د بلجیم پر وړاندې لوبه کې نه وای.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیفا له رییس جیاني انفانتینو غوښتي و چې د بالوګون د سور کارت پر پرېکړې بیا غور وکړي.

دې پرېکړې د فوټبال د مینوالو او شنونکو پراخ غبرګونونه راپارولي او بلجیم هم پرې نیوکه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه: (څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز...