Homeخبرونهفرانس پریس: په سیمه کې د جګړې له کبله د سپین بولدک...

فرانس پریس: په سیمه کې د جګړې له کبله د سپین بولدک د موټرو په بازار کې کاروبار په ټپه درېدلی

تاند ـ(دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) د افغانستان د کندهار ولایت په سپین بولدک کې، د موټرو د پرزو هغه سوداګري چې پخوا ډېره غوړېدلې وه او له لرې هېوادونو څخه به پرزې راوړل کېدې، اوس د هېواد په سرحدونو کې د شخړو له امله په بشپړه توګه ټکنۍ شوې ده.

 فرانس پریس خبري اژانس وايي، د سپین بولدک پر بازار لومړنی سخت ګوزار هغه مهال وشو چې د تېر کال په اکتوبر کې له پاکستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالي د دوو هیوادونو ترمنځ د لارو د بندېدو سبب شوې.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال عبدالباقي بینا په وینا: «کله چې له پاکستان سره لاره وتړل شوه، موږ لا هم د ایران د بندر عباس له لارې صادرات کول، خو له ډېرو ستونزو سره سره لا هم یوه لاره موجوده وه.»

د جاپان او نورو هېوادونو د موټرو پرزې، چې پخوا به پر مځکه د پاکستان له لارې سپین بولدک ته رسېدې، وروسته د متحده عربي اماراتو له لارې راوړل کېدې. که څه هم دا لاره اوږده او لګښت یې زیات و، خو لږ تر لږه کاروبار یې روان ساتلی و.

خو وروسته د فبرورۍ په میاشت کې په منځني ختیځ کې جګړه پیل شوه، او بینا وویل: «دې جګړې افغانستان ته ډېرې سختې ستونزې پیدا کړې.»

دې جګړې د هرمز تنګي له لارې نړیوال تجارت سخت ګډوډ کړ، او بار وړونکو شرکتونو خبرداری ورکړی چې وخت ته اړتیا ده چې دا لاره بېرته پخواني عادي حالت ته راوګرځي.

هغه پرزې چې د جګړو تر پیل مخکې سپین بولدک ته رسېدې، هلته به یا د نوو موټرو د جوړولو لپاره سره راټولېدې او یا به د هېواد بېلابېلو سیمو ته د ترمیم لپاره لېږدول کېدې.

اسدالله، چې یوازې په همدې نوم پېژندل کېږي، له دوبۍ او جاپان څخه واردات کول او وايي چې شخړو «سوداګري له څو میاشتو راهیسې فلج کړې ده.»

هغه د خپل دفتر په یوه خونه کې چې پکه پکې چورلېده، وویل: «موږ هره ورځ په انګړ کې دوه کانتینرونه خلاصول.»

دغه ۴۰ کلن سوداګر فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې د منځني ختیځ د جګړې له پیل وروسته د هر کانتینر لګښت له شاوخوا ۲۰۰۰ ډالرو څخه ۸۰۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

اسدالله وویل چې اوس مهال یې له ۳۰ څخه زیات کانتینرونه په جاپان او متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي، چې لوی لامل یې د دوبۍ په جبل علي بندر کې ځنډونه دي؛ دا بندر د سیمې یو مهم لوژستیکي مرکز ګڼل کېږي.

نړیوال بانک د مې په میاشت کې افغانستان «د بهرنیو اقتصادي ټکانونو پر وړاندې ډېر زیانمن» وباله، او ویې ویل چې د ۲۰۲۵ مالي کال په ترڅ کې د هېواد ناخالص کورنی تولید (GDP) ۷۰ سلنې ته رسېدلی دی.

— «دا بشپړ تاوان دی» —

مسعود، چې له جاپان څخه د موټرو پرزې واردوي، وویل چې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې یې هېڅ کاروبار نه دی کړی.

هغه د حساب کتاب د کتابچې او ماشین تر څنګ فرانس پرس ته وویل: «موږ به هره میاشت لسګونه، آن سلګونه کانتینرونه واردول، خو اوس دا شمېر صفر ته راټیټ شوی دی.»

د هغه ځینې کانتینرونه متحده عربي اماراتو ته رسېدلي وو، خو د ذخیرې د لګښتونو د زیاتېدو له امله یې بېرته جاپان ته د لېږلو پرېکړه کړې ده.

هغه وویل: «موږ بله چاره نه لرو. زه هېڅ بدیله لاره نه وینم؛ دا پوره تاوان دی.»

دې ستونزې د سپین بولدک بازار زرګونه کارکوونکي هم اغېزمن کړي دي، لکه د کرېن چلونکی محمد نعیم.

۲۱ کلن نعیم وویل: «که وضعیت ښه نه شي، زه به دا کار پرېږدم او بل کسب به پیل کړم.»

په هغو تیارو ورکشاپونو کې چې معمولاً به پکې موټرونه جوړېدل، اوس کارګران ناست دي او وسایل او څرخونه بې‌کاره پراته دي.

۳۰ کلن ورکشاپ لرونکی سمیع الله، چې یوازې په همدې نوم پېژندل کېږي، وویل چې پخوا به یې «هره اوونۍ له پنځو تر اوو موټرو پورې جوړول»، خو اوس د نوو پرزو د نه رسېدو له امله کار درېدلی دی.

هغه وویل: «که دا حالت همداسې دوام وکړي، موږ به هېڅ کار ونه لرو او زموږ زیانونه به لا زیات شي»، ځکه چې لا هم باید خپلو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي.

د بازار په یوه موټر پلورنځي کې مالک نور علي د هغو رنګارنګ موټرو ترمنځ ولاړ و چې د جاپاني پرزو څخه جوړ شوي وو.

هغه وویل: «څرنګه چې سپین بولدک ته ډېر لږ کانتینرونه راځي، نو مشتریان هم کم شوي دي.»

هغه وویل چې له یوې میاشتې راهیسې یې حتی یو موټر هم نه دی پلورلی.

نور علي، چې ناپلورل شوي موټرونه یې چاپېره ولاړ وو، وویل: «هېله ده چې اړخونه یوې هوکړې ته ورسېږي او د هرمز تنګی په بشپړ ډول بېرته پرانیستل شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب