Homeخبرونهمېسي د نړیوال جام په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ

مېسي د نړیوال جام په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ

تاند (دوشنبه، د چنګاښ ۱۵ مه) – د ارجنټاین د ملي لوبډلې کپتان لېونېل مېسي د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې د یوه بل تاریخي ریکارډ په جوړولو بریالی شو.

ارجنټاین د حمعې په ورځ (جولای ۳ مه) د نړیوال جام په یوه لوبه کې کېپ ورډ ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د سیالیو بل پړاو ته یې لار وموندله.

مېسي په دې لوبه کې یو ګول وواهه، او د اضافي وخت په لړ کې یې په کارنر شوت بل لوبغاړي ته د ګول پاس ورکړ او هغه لوبه چې نژدې وه، دوه پر دوه شي او خبره د پنالټي شوتونو ته لاړه شي، د ارجنټاین په ګټه درې پر دوه تمامه شوه.

دا د ۲۰۲۶ نړیوال جام په روانو سیالیو کې د مېسي اووم ګول و. هغه په قطر کې د ۲۰۲۲کال په نړیوال جام کې هم اووه ګولونه کړي وو.

مېسي اوس د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې د ډېرو ګولونو له وهونکو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي، او د کېپ ورډ پر وړاندې له لوبې وروسته د نړیوال جام په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو چې په نړیوال جامونو کې یې ۳۰ لوبې کړې دي.

همداراز، نوموړي د نړیوال جام په سیالیو کې په پرله‌پسې اوو لوبو کې د ګول وهلو ریکارډ هم جوړ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب