Homeخبرونهراپور: ټیلر سویفټ او ټراویس کېلسي واده کړی

راپور: ټیلر سویفټ او ټراویس کېلسي واده کړی

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۴ مه) امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې له ګڼو اټکلونو او په ټولنیزو رسنیو کې له اوازو وروسته، د امریکا مشهورې سندرغاړې ټیلر سویفټ او د امریکايي فوټبال ستوري ټراویس کېلسي واده کړی دی.

ټیلرسویفټ (Taylor Swift) لومړنۍ میلیاردره ښځه ده.

د راپورونو له مخې، د دواړو د واده پرتمین مراسم د جولای په ۳مه د نیویارک په مېډیسن سکوېر ګارډن کې ترسره شوي او د دې مناسبت لپاره ایمپایر سټېټ (د نیویارک یوه تر ټولو لوړه اسمانڅوکې) ودانۍ هم په ځانګړو څراغونو روښانه شوې وه.

ویل شوي چې په مراسمو کې له زرو څخه ډېرو مېلمنو ګډون کړی وو، چې د هالیووډ او موسیقۍ د نړۍ ګڼ مشهور شخصیتونه هم پکې شامل وو. همداراز، د مېډیسن سکوېر ګارډن مخې ته د “JUST MARRIED” (همدا اوس واده وشو) په شعارونو سینګار لویې لوحې هم لګېدلې وې.

د راپورونو له مخې، په دغو مراسمو کې ګېګي هدید، برېډلي کوپر، اېډ شیرن، اېلي ګولډینګ، برېډ پېزلي او جېنیفر لوپېز هم ګډون کړی و.

امریکايي رسنیو ادعا کړې چې د واده د مراسمو لګښت شاوخوا ۲۰ میلیون ډالره و، او بریتانیايي رسنیو هم ویلي چې ټیلر سویفټ او ټراویس کېلسي له واده مخکې د بېلابېلو خیریه بنسټونو لپاره د ۲۶ میلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی و.

 د نیویارک ټایمز پر اساس، ټیلر سویفټ او ټراویس کېلسي د جمعې په ورځ په خپل منځ کې واده اعلان کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب