تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي بس د چپهکېدو له امله یو کس مړ شوی او ۲۸ نور ټپیان دي.
په ټپیانو کې ۱۸ نارینه، شپږ ښځې او څلور ماشومان شامل دي.
د زابل مسوولانو زیاته کړې چې، دا پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د کابل-کندهار په لویه لاره د شاهجوی ولسوالۍ په بازارګان سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو مسافر وړونکی بس له هرات څخه کابل ته روان و او چپه شو.
د لومړنۍ مرستې ترلاسه کولو وروسته، ټپیان د درملنې لپاره نږدې طبي مرکز ته ولیږدول شول.
د کابل-کندهار لویه لاره په افغانستان کې یو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده او هر کال د ګڼو ترافیکي پیښو شاهده وي.
کارپوهان په دې لاره کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي تر ټولو مهم عوامل چټک سرعت، د موټرو خرابوالی، د سړک د ځینو برخو خراب حالت او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي یادوي.