Homeخبرونهارلینګ هالند څوک دی چې ناروې یې د فوټبال په نړیوال جام...

ارلینګ هالند څوک دی چې ناروې یې د فوټبال په نړیوال جام کې وځلوله

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) ارلینګ هالند، چې د نړۍ د فوټبال یو له غوره فاروردانو څخه شمېرل کېږي، د یکشنبې په ورځ د ناروې په یوه مهم سمبول بدل شو. هغه هېواد چې له نژدې ۳۰ کلونو وروسته یو ځل بیا نړیوال جام ته لار موندلې، اوس هیله لري چې د خپل طلایي نسل په مټ د نړۍ په فوټبال کې نوی ځای او مقام ترلاسه کړي.

ارلینګ هالند د یکشنبې په ورځ برازیل ته دوه ګولونه ورکړل. ناروې برازیل ته دوه پر یو ماتې ورکړه. برازیل یوازینی ګول د سیالۍ په وروستیو شېبو کې د پنالټي په شوت وکړ.

ارلینګ هالند داسي لوبعاړی دی چې بدني ځواک، چټکتیا، او د ګول وهلو طبیعي وړتیا یې کمسارې بلل کېږي.

هالند داسې ژوند او عادتونه لري چې د هغه له تصویر سره سمون خوري. چې ډېر خلک یې د «عصري وایکینګ» په توګه په ذهن کې لري. هغه له سختو تمرینونو، طبیعت، ځانګړي غذایي رژیم او د سکانډیناویا له کلتور سره ځانګړې مینه لري. همدا ځانګړتیاوې سبب شوي چې مینه‌وال او رسنۍ هغه د شمالي اروپا د پخوانیو جنګیالیو د روحیې استازی وبولي.

د ناروې ملي لوبډلې هم د دې تصویر هرکلی کړی او د وایکینګي نښو او سمبولونو په کارولو سره یې نړیوال جام ته د خپل حضور لپاره نوې هویت‌ جوړ کړی دی، که څه هم دا چلند کله ناکله له نیوکو سره هم مخامخ شوی دی.

هالند د لوبې په ډګر کې هغه مهاجم دی چې د ښکلو او نمایشي حرکاتو پر ځای د خپل ځواک او اغېزمنتیا له لارې مدافعان (بیکان) وېروي. کېدای شي د لوبې په ځینو شیبو کې له اصلي جریان څخه لرې ښکاره شي، خو یوازې یوه موقع ورته بسنه کوي چې د لوبې پایله بدله کړي.

د نړیوال جام د ګروپي پړاو په لړ کې د هغه مهمو ګولونو د ناک‌اوټ یا حذفي پړاو ته د ناروې په رسېدو کې مهم رول ولوباوه او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې ولې ډېر کسان هغه د نوي نسل تر ټولو خطرناک بریدګر یا فارورډ ګڼي.

سره له دې چې نړیوال شهرت او ستر قراردادونه لري، هالند لا هم له خپل ټاټوبي سره نژدې اړیکه ساتلې ده. د ډېرو نورو فوټبال ستورو برعکس، هغه ساده ژوند خوښوي، په خپلې سیمه‌ییزې لهجې خبرې کوي او له خپل اصلي کلتور څخه لرې شوی نه دی.

دا ځانګړتیاوې د ناروې د ټولنې له تواضع او د برابرۍ له ارزښتونو سره سمون لري او د هغه محبوبیت یې د فوټبال له ډګر څخه هاخوا هم پراخ کړی دی.

اوس ناروې تر بل هر وخت د خپل فوټبال راتلونکي ته هیله‌منه ده. هالند د ستورو لکه Martin Ødegaard ترڅنګ د داسې نسل بنسټیزه ستنه ګڼل کېږي چې کولای شي د نړۍ په فوټبال کې د ناروې مقام بدل کړي.

د ډېرو ناروېژیانو لپاره هالند یوازې یو ستر ګول‌وهونکی نه دی، بلکې یوه ملي پانګه ده؛ داسې پانګه چې لکه څنګه یې د هېواد د تېلو د شتمنۍ صندوق د اقتصاد راتلونکی خوندي کړی، همداسې کولای شي د ناروې د فوټبال راتلونکی هم د کلونو لپاره تضمین کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب