Homeخبرونهعامر خان په درېیم ځل واده وکړ

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل لپاره واده وکړ.

هغه له ګوري سپراټ  Gauri Spratt  سره خپل نوی ګډ ژوند پیل کړ.

د عامر خان او ګوري سپراټ د واده مراسم د یکشنبې په ورځ په یوه صمیمي فضا کې د کورنۍ د غړو او نږدې دوستانو په حضور کې ترسره شول.د بالیووډ د ډېرو مجللو او پرتمینو ودونو برعکس، دې جوړې پرېکړه کړې وه چې خپل واده په محدود ډول ونمانځي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۵۰ مېلمانه په دې مراسمو کې ګډون درلود او د دوی یو شمېر خپلوان له هند څخه بهر هم د واده د ګډون لپاره ممبۍ ته راغلي وو.

د عامر خان اولادونه، جنید خان، ایرا خان او ازاد راو خان هم په دې مراسمو کې حاضر وو.

دغه راز د ګوري سپراټ شپږ کلن زوی، چې د هغې له پخواني واده څخه دی، هم د مېلمنو په منځ کې لیدل شوی و.

عامر خان لومړی ځل د خپلې شپېتمې کلیزې د نمانځنې پر مهال له رسنیو سره د ګوري سپراټ سره خپله اړیکه په رسمي ډول شریکه کړه. ویل کېږي چې دوی نږدې ۲۵ کاله یو بل پېژني، خو د مینې اړیکه یې شاوخوا دوه کاله مخکې پیل شوې ده.

دا د عامر خان درېیم واده دی.

هغه تر دې وړاندې له رینا دوتا سره واده کړی و چې دوه اولادونه ترې لري. له هغې تر جلا کېدو وروسته یې له هندي فلم جوړونکې کیرن راو سره واده وکړ او د دوی یو زوی، ازاد راو خان، وزېږېد.

که څه هم د دوی ګډ ژوند پای ته رسېدلی، خو دواړه لا هم د خپل زوی د پالنې ګډ مسئولیت پر غاړه لري.

ګوري سپراټ، چې د بنګلور اوسېدونکې ده، د فېشن او ښکلا په برخه کې فعالیت کوي او په ممبۍ کې د ښکلا د یوه سالون مشري کوي.

عامرخان د هند د سینما له تر ټولو پېژندل شوو لوبغاړو او فلم جوړونکو څخه دی. هغه د 3 Idiots، Dangal او PK په څېر مشهورو فلمونو کې د خپل هنري استعداد له امله نړیوال شهرت ترلاسه کړ او شخصي ژوند یې هم تل د رسنیو او د بالیووډ د مینه‌والو د پام وړ پاتې شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب