Homeخبرونهد ازموینې ملي اداره: د ۱۴۰۵ کال د کارنکور ازموینې پایلې نن...

د ازموینې ملي اداره: د ۱۴۰۵ کال د کارنکور ازموینې پایلې نن اعلانېږي

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د افغانستان د ازموینې ملي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې پایلې به نن دوشنبه (د سرطان ۱۵مه) خپرې شي.

یاده اداره وایي چې د روان کال د کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو کې ترسره شوه، چې شاوخوا ۱۲۰ زره هلکانو پکې ګډون کړی و.

دا پنځم پرله‌پسې کال دی چې نجونې د کانکور په ازموینه کې له ګډون او پوهنتونونو ته له داخلېدو محرومې دي.

په داسې حال کې چې هلکان به د پایلو له اعلان وروسته بېلابېلو پوهنتونونو ته ولاړ شي، د افغانستان نجونې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو او لوړو زده‌کړو څخه منع شوې دي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو د پرانیستو برخه ې شین څراغ نه دی ورکړی.

اوس مهال افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې د زده‌کړو او لوړو زده‌کړو له حق څخه محرومې دي.دې اوږدمهاله بندیز میلیونونه نجونې د خپلو اساسي بشري حقونو له مهمې برخې بې‌برخې کړې او د دې پرېکړې د ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي اغېزو په اړه یې جدي اندېښنې راپارولې دي.

د کانکور د پایلو اعلان په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د راتلونکي په اړه لا هم پراخ بحثونه روان دي او ګڼو د ښځو د حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...