تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) جماعت الاحرار، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یوه څانګه وه او ویل کېږي چې تر اصلي ډلې یعني ټي ټي پي توندلارې ده، په درېیم ځل له دې ډلې جلا شوې ده.
جماعت الاحرار تر دې وړاندې هم څو ځله له تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوې او بیا ورسره یوځای شوې ده.
دې ډلې د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د تنطیمي بېعدالتۍ، رټل کېدو، څنډې ته کېدو، د رهبرۍ د اختلافاتو او آن د خپلو غړو د وینې د روا ګڼلو له امله له تحریک طالبان پاکستان څخه جلا کېږي.
جماعت الاحرار د خپل مشر د وژل کېدو یادونه کړې او ویلي یې دي چې له تحریک طالبان پاکستان سره له یوځای کېدو وروسته د یووالي د ساتلو لپاره د دوی له ژمنې سره خیانت وشو. د دوی په وینا، نه یوازې د ډلې مشر ووژل شو، بلکې غړي یې هم له پامه وغورځول شول او څنډې ته کړل شول.
دا ډله وایي چې اوس د «عمر خراساني» تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۰ کال د اګست میاشتې وړاندې حالت ته ستنېږي او په خپلو ټولو تنظیمي چارو کې به پوره خپلواکۍ سره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي.
جماعت الاحرار لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د خالد خراساني په مشرۍ له تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوه، خو یو کال وروسته د ځینو نورو پاکستاني ډلو په منځګړیتوب بېرته ورسره یوځای شوه.
له هغه وروسته دواړه ډلې ورو ورو له یو بل څخه لرې شوې او خپلې چارې یې جلا پرمخ وړلې، خو په رسمي ډول یې د بېلتون اعلان نه و کړی.
په پای کې د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان مشر نورولي مسید وتوانېد چې جماعت الاحرار بېرته د دې ډلې اصلي جوړښت ته راولي، خو د دې اتحاد پای هم د شنبې په ورځ اعلان شو.
د نور ولي مسید له مشر کېدو وروسته، لسګونه لویې او کوچنۍ وسلهوالې ډلې له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شوې دي.
یوه اوونۍ وړاندې جماعت الاحرار په کراچۍ ښار کې د رېنجر ځواکونو پر یوې اډې د یوه پېچلي برید مسوولیت ومانه. په دې برید کې درې پاکستاني سرتېري ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.