Homeخبرونهد افغانستان د بحرانونو په اړه خبرداری؛ درې پر څلورمه برخه خلک...

د افغانستان د بحرانونو په اړه خبرداری؛ درې پر څلورمه برخه خلک سختې اقتصادي ستونزې لري

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ملګروماتو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې بحرانونه یو پر بل پسې نه، بلکې یوځای رامنځته کېږي او د دې هیواد په څلورو کې درې برخې خلک د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

هغه د یکشنبې په ورځ په اېکسپاڼه (X) کې په یوه پیغام کې لیکلي چې بېړنۍ مرستې د انسانانو ژوند ژغوري، خو پراختیایي چارې کولای شي خلکو ته د هغوی راتلونکی بېرته ور وګرځوي.

ښاغلي ډي کرو، چې د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ سوټان کلي ته سفر کړی، ویلي چې د دې سفر هدف یې دا وه چې له نژدې وګوري د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام څنګه له ټولنو سره د بحرانونو په مقابل کې د مبارزې او له هغو څخه د وتلو په برخه کې مرسته کوي.

د هغه په وینا، د تېر کال له زلزلې وروسته د دې کلي د اوسېدونکيو اندېښنه دا وه چې خپله سیمه یې بشپړده ویجاړه شوې ده، خو د کورونو د بیا رغونې، د لومړنیو خدمتونو د بېرته فعالولو او د خلکو د عایداتي سرچینو د احیا په برخه کې د مرستو له امله دا کلی توانېدلی چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر زیاته کړې چې د سوټان کلي د اوسېدونکو له خوا د م.م. د پراختیايي پروګرام UNDP او د دې ادارې د همکارو بنسټونو د هڅو پرې ژوره اغېزه کړې ده.

هغه همداراز ویلي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون یو محسوس او واقعي حقیقت دی، او افغانان یې اغېزې په مستقیم ډول تجربه کوي.

ښاغلي ډي کرو زیاته کړې چې د سوټان کلي د سېلونو پر وړاندې د ساتنې او اوبو لګولو پروژې، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په ملاتړ پلې شوې، د طبیعي پېښو د خطر په کمولو، د کرنیزو ځمکو په ساتنه او د خلکو لپاره د عایداتي فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.

د هغه په وینا، ښځو او نارینه وو دواړو د دې پروژې په پلي کولو کې ونډه اخیستې ده.

د تېر کال د سنبلې په میاشت کې د ریښتر د ۶ او ۵ درجو زلزلو د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ، ولړزول. دغو زلزلو لسګونه کسان ووژل او ګڼ شمېر کورونه یې ویجاړ کړل. تر ټولو ډېره مرګ ژوبله او تاوان یې د کونړ ولایت ته واړاوه. لا هم په کونړ کې ډېر شمېر زلزله ځپلې بې کوره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب