Homeخبرونهد افغانستان پر ختیځو ولایتونو له بمباریو وروسته م.م. د ملکیانو ژوند...

د افغانستان پر ختیځو ولایتونو له بمباریو وروسته م.م. د ملکیانو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان له هوايي بریدونو لوروسته د ملکي وګړو د لا زیات خوندیتوب غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ملکي خلک باید هېڅکله د وسله‌والو شخړو بیه ور نه کړي.

اوچا د جولای په ۵مه، یکشنبه، وویل چې جګړې یوازې کورونه او زیربناوې نه ویجاړوي، بلکې ټولنې ګډوډوي، ویره خپروي او اوږدمهاله رواني اغېزې پرېږدي، په ځانګړې توګه پر ماشومانو.

اوچا وویل: «ملکي وګړي باید هېڅکله د شخړو قرباني نه شي. جګړې یوازې کورونه او زیربناوې نه ویجاړوي، بلکې ژوندونه ګډوډوي، ویره زیاتوي او ژورې رواني اغېزې پرېږدي، په تېره بیا پر ماشومانو.»

دې ادارې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي څرګندونې هم خپرې کړي؛ سپېره له هغو سیمو څخه ده چې د وروستیو هوايي بریدونو اغېز پرې شوی دی.

د سپېرې ولسوالي دغه اوسېدونکي ویلي: «له هوايي بریدونو راوروسته موږ په ارامه خوب نه شو کولای. هر لوړ غږ موږ دې ته اړ باسي چې وډار شو او فکر وکړو چې بیا برید کېږي. زموږ ماشومان هر ځل چې د الوتکې غږ واوري، سخت وېرېږي.»

دا غوښتنه وروسته له هغه شوې چې پاکستان تېره اوونۍ د ډیورند کرښې ته نژدې د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه وکړل.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د معلوماتو له مخې، دغو بریدونو د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالي، د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالي او د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالي کې ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.

خو د طالبانو  حکومت وايي چې د پاکستان په بمبارۍ کې ۳۶ ملکیي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

پاکستان ویلي چې دا پوځي عملیات د Tټي ټي پي د پټنځایونو پر ضد کړي او ادعا یې کړې چې ۲۵ وسله‌وال وژل شوي دي. اسلام‌آباد په وار وار د طالبانو اداره تورنه کړې چې وسله‌والو ډلو ته اجازه ورکوي د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي، خو د طالبانو اداره دا ادعاوې ردوي.

د طالبانو ادارې دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې ملکي سیمې په نښه شوې دي. پاکستان بیا ټینګار کوي چې پوځي عملیات یې یوازې د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد دي چې د دغه هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي.

راپورونه ښيي چې دا په روانه میاشت کې دوهم ځل دی چې پاکستان د افغانستان دننه پوځي عملیات کوي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سرحدي امنیت او وسله‌والو فعالیتونو پر سر روان کړکېچ څرګندوي.

ملګرو ملتونو او مرستندویو سازمانونو په وار وار له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د نړیوال بشري قانون درناوی وکړي او د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو ساتنه یقیني کړي.

 مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې د دیوردند دواړو غاړو ته د تاوتریخوالي دوام د بشري اړتیاوو کچه نوره هم لوړه کړې او د افغانستان د ختیځو سرحدي ولایتونو د اوسېدونکو رواني ستونزې او اندېښنې زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب