تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بودجې کمښت، د درملو نشتوالی او د کارکوونکو کموالی د دې سبب شوی چې په تېرو پنځو کلونو کې د نشهيي توکو د درملنې شاوخوا ۸۰ سلنه مرکزونه وتړل شي.
د راپور له مخې، د تېر حکومت تر پرزېدو مخکې د روږدو کسانو د درملنې ۹۲ مرکزونه فعال وو، خو د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو او د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته ډېری دغه مرکزونه تړل شوي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د درملنې د مرکزونو تړل کېدو د مخدره موادو ستونزه نوره هم پراخه کړې او د ځوانانو په منځ کې د مصنوعي نشهيي توکو، په ځتېره بیا د «ښېښې» (مېتآمفتامین) د استعمال اندازه مخ په زیاتېدو ده.
راپور همداراز د روږدو کسانو د اجباري درملنې پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول درملنه اغېزمنه نه ده او د بشري حقونو له معیارونو سره سمون نه لري.
د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ۳.۱ میلیون ډالرو یوې پروژې په غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو کې د مخنیوي، درملنې او بیا رغونې خدمات وړاندې کړي دي. د دې پروګرام له لارې له ۲۰۲۴ کال راهیسې کابو ۴۹ زره کسانو ته خدمات رسېدلي دي.
راپور زیاتوي چې افغان ښځې لا هم د درملنې خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخامخ دي او په ځینو مرکزونو، په ځانګړي ډول خوست کې، د خونو او اسانتیاوو کمښت لا هم یوه ستره ستونزه ده.