Homeخبرونههند وايي، خواجه اصف ذهني ثبات نه لري

هند وايي، خواجه اصف ذهني ثبات نه لري

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۵ مه) هند د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هغو څرګندونو ته سخت غبرګون وښود چې د سېشلز (Seychelle) هېواد له لوري یې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته د ورکړل شوي نړیوال ویاړ په اړه شک څرګند کړی و. د هند حکومتي سرچینو د یکشنبې په ورځ د آصف څرګندونې جاهلانه بللې او هغه یې له «ذهني پلوه بې‌ثباته» بللی کړی دی.

دا توند غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې خواجه آصف «د نیلي افق ساتونکي» (Guardian of the Blue Horizon) په نوم د ولسمشرۍ عالي نښان د مشروعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې. دغه ویاړ نریندرا مودي ته د سېشلز د سفر په ترڅ کې ورکړل شوی و.

د هند حکومتي سرچینو ویلي چې د آصف څرګندونې د ناپوهۍ څرګندونه کوي او د پاکستان د سیاسي رهبرۍ وضعیت په ډاګه کوي.

سرچینو زیاته کړې: «دا چې هغه ته د دفاع وزیر په څېر مهمه دنده سپارل شوې، خپله د پاکستان د اوسني سیاسي حالت څرګندونه کوي.»

نریندرا مودي لومړنی دولتمشر دی چې «د نیلي افق ساتونکي» د ولسمشرۍ عالي نښان ترلاسه کوي. دغه جایزه د سېشلز حکومت له لوري هغه ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او په سمندري او سیمه‌ییزو همکاریو کې د هغه د ونډې په درناوي ورکړل شوه.

خواجه اصف یو متنازع چارواکی دی او تل یې د خپلو ګاونډیانو په تېره بیا افغانستان او هند په اړه منفي او پاروونکې څرګندونې کړي دي.

د افغانستان د تاریخي شخصیتونو په اړه یې حتي سپکې سپورې ویلي خو دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د هند په وړاندې پر هماغه افغان تاریخي شخصیتونو ویاړي او پر خپلو توغندو یې د هغوی نومونه ایښي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...