دوشنبه, جون 16, 2025
Home+دیپورت کول او په مهاجر او افغانستان یې اغیزې

دیپورت کول او په مهاجر او افغانستان یې اغیزې

پوهاند دودیال

په دغو ورځو کې دا اصطلاح ډېره اورېدل کیږي. دیپورتشن/ دیپورت کېدل او په جبري ډول د یو مهاجر بیرته خپل هیواد، یا هغه دویمی هیواد ته چې مهاجر ورڅخه راغلی وي، ستنولو ته ویل کیږي. دا اصطلاح د جبراً ستنولو یا په زور له مهاجر منونکي هیواد څخه د شړلو ( force return) یا جبري اخراج سره برابره مانا لري.  پرمختللو صنعتي هېوادونو دغه اصطلاح د مهاجرو په اړه تقنینی اسنادو کې داسې ښودلې ده:

دیپورت کول (Deportation) له يوه هېواد څخه د ناقانونه او بې اسنادو مهاجرو اېستل دي. جبري اخراج هغه مهال پېښېږي، چې يو مهاجر بېرته خپل وطن ته تللو ته اړ شي. کله چې د کور به هېواد حکومت ډاډه نه وي او باور ونه کړي چې د مهاجر ژوند خپل وطن کې په خطر کې دى، نو دمهاجر په توګه د اوسيدو اجازه نه ورکوي، يا هم که چېرې مهاجر هلته کوم جرم ترسره کړي او د تابعيت حالت يې هم لا معلوم نه وي، نو په داسې حالت کې که مهاجر د راتلونکي لپاره خپل د پنا هنده ګۍ غوښتنليک ورکړى وي، هغه هم ايستل کېداى شي، آن دا چې که د غه ډول کسان له يوه هېواد څخه بل ته ځي هم ايستل کېداى شي. په تېره بیا اوس چې هېوادونه خپل امنیت ته ډېر اهمیت ورکوي او د تروریزم له ګواښ څخه په وېره کې دي.

د یو مهاجر جبراً خپل هېواد ته ستنولو پرېکړه، د نیول کېدو له حالتdetention)) سره توپیر لري. نیول کېدل د قانونی اسنادو د نه لرونکو اشخاصو بالفعل ګرفتاري ته ویل کیږي. د پرمختللو هیوادو، په تېره د اروپایی اتحادیې د مهاجرو اسنادو کې دا اصطلاح د ناقانونه مهاجر پوليسو ته په لاس ورتلل يا د نا قانونه کډوال نېول کېدل افاده کوي.  ناقانونه مهاجر د بندي کېدو او ستنولو سزاسره مخ کیږي. هغه څوک هم نيول کېږي، چې غواړي پرته د داخلېدو له اجازې څخه يوه هېواد ته ننوځي(لکه د مرکزی امریکا له هیوادو څخه متحده ایالاتو ته په پټه اووښتل اوورتلل)، يا هغه چا چې د اوسېدو لپاره غوښتنليک ورکړى وي، خو غوښتنليک يې منل شوى نه وي، نو په دې ډول حالت کې پوليس دغه ډول کسان نیسي یا یې بندي کوي یا یې بېرته خپل هېواد ته شړي.

له تاریخي پلوه معاصر وخت کې؛  له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته، د دوو سیالو کمپونو (غرب او شرق) د کشمکش او سړې جګړې پر مهال هر لوري د بل مقابل لوري اتباع په ورین تندي منل او ډېر ژر یې پنا ورکوله. هغه وخت د نیول کېدو او بېرته شړل کېدو وېره نه وه. سره له دې چې مهاجرت او د مهاجرت ډولونه  ډیره لرغونی سابقه لري، خو دسړې جګړې په کلو کې پام ورته زیات شو. هغه وخت زیاتره سیاسي مهاجرت و، خو دغو وروستیو کلونو کې اقتصادی مهاجرت اود جنګونو له امله مهاجرتونه ترپخوا هم زیات شول. په دې کې له عراق، پاکستان، سوریې، افغانستان، میانمار، اوکراین او یو څو افریقایي وروسته پاتې، جنګ ځپلو هیوادو څخه زښت زیات مهاجر دامریکا متحده ایالاتو او اروپا ته ورسېدل. په لومړیو کې دوی په ورین تندي منل کېدل او د کار بازار کې استخدام او هرکلی یې کېد. په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر جنایی پېښې وشوې، چې د مهاجرو لاس لرل پکې ثابت شول. دغې ستونزې مهاجر منونکي هیوادونه اړ کړل چې د مهاجرو په اړه نوې کتنه وکړي. البته د امریکې متحده ایالاتو او اروپایی هېوادو کې پخوا هم یو شمېر افراطي نشنلست او ښي اړخي ګوندونه وو، چې دمهاجرو منلو ضد آجندا یې لرله.

دغه یوه وروستي کال کې د مهاجرو د بېرته ستنولو آوازې او ګنګوسې د افغان مهاجرو په اړه هم په پراخ ډول اورېدل کیږي. هغه شمېر مهاجر چې د منل کېدو اسناد نه لري، ممکن د امریکا له متحده ایالاتو او اروپایی هېوادو بېرته افغانستان ته ولیږل شي.

تېرو شلو کلونو کې د افغانستان جمهوری دولت د مهاجرود ستنولو تشویقی پروګرامونه لرل، او د مهاجرو راتګ ته یې ښه راغلاست وایه. آن دا چې پخوانی ولسمشر ا.غ. یو څو اروپایي هېوادو ته د خپل سفر په ترڅ کې کی په رسمي غونډو کې افغانانو ته بلنه ورکوله چې خپل هېواد ته ستانه شي. هغه وخت  دننه هېواد کې راستنو شویوافغانانو ته د کار زمینه او اړتیا وه، خو اوس وضعیت ډېر بدل دی، دا  ځکه:

یو خو د مهاجر ژوند ته ګواښ دی، بل دا چې اوس افغانستان کې بیکاری او بیوزلي ډېره ده، د مهاجرو بېرته ستنول یو اضافی بار دی. بیرته ستنول د افغانستان اوسني حاکمیت ته هم په زړه پورې نه ده. اوسني هر مهاجر هره میاشت یوه زیاته اندازه پیسې افغانستان ته خپلو دوستانو ته استوي. دا دهغو بهرنیو مرستو سره  برابرې پېسې دي، چې پخوا افغانستان ته رسېدلې. موجود حاکمیت(ا.ا.ا.) ته د نه په زړه پورې والي بل دلیل  دا  دی چې له اروپا ستانه شوي مهاجر د لورګانو د تحصیل، فردي ازادیو او کار غوښتونکي دي، دا غوښتنې حاکمیت ته د منلو نه دي.

په دې توګه بېرته ستنول هم د مهاجر او هم د افغانستان داقتصاد لپاره ستونزه لري. حال داچې تیر شل کلن دور کې د دې برخلاف وه. امید دی چې افغانستان له دغه حالت څخه ووځي او هرهیوادوال له خیر سره په عزت او آبرو بېرته خپل وطن ته راشي.  خپل وطن ګل وطن.

وطن په خپلو اولادونو ښه ښکاري. مهاجرت معنوی غُربت او  یو ډول بې هویتي ده چې مهاجر ورڅخه ځوریږي. که سیاسی، اقصادي، امنیتي، حیثیتی او د تعلیم او تحصیل مجبوریت نه وي هیڅ افغان نه غواړي له خپل ګران وطن بهر اووسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د تاریخ پوهاوی‎ | ذبیح الله شفق

دا کتاب د هند د وچي نامتو لیکوال او تاریخ پوه ډاکټر مبارک علي لیکلی چي د ښاغلي میر احمد په همت پښتو ته...