Homeخبرونهملګري ملتونه: د بودیجې کمښت به تر ۶ ملیونه زیات افغانان له...

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت به تر ۶ ملیونه زیات افغانان له صحي خدماتو محروم کړي

تاند【پنجشنبه د جوزا ـ غبرګولي لومړۍ】‏د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د بودیجې کمښت له امله به ۶ اعشاریه ۳ ملیونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

دغه سازمان ویلي، چې د هېواد په لرې سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي چې ډېره برخه زیان به یې ښځې او ماشومان وویني.

له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی و چې د بودیجې د کمښت له امله به ۸۰ سلنه هغه روغتیايي مرکزونه چې دا سازمان یې تمویلوي بند شي.

بل خوا تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې د امریکا بهرنیو مرستو ځنډ سره افغانستان کې د بشري مرستو پروګرامونه هم په پراخه کچه اغېزمن شوي دي.

افغانستان کې د روغتیايي او بشري وضعیت د نازک کېدو راپورونه له هغې وروسته ورکول کېږي، چې د امریکا بهرنیو مرستو ځنډېدو سره نړیوالو بنسټونو او سازمانونو خپل فعالیتونه کم او یا هم وتړل.

د نظر خاوندان له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کوي او غوښتنه کوي، چې له افغانانو سره دې هېڅ ډول مرستې نه سیاسي کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...