جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ستړی ماشوم | شاه زلمی

ستړی ماشوم | شاه زلمی

په غبرګو لاسونو یې دواړه سترګې ژورې ژورې وموښلې، شونډې یې بوڅې کړې، لاسونه یې لکه بې‌خوبه خشت مال وغځول ، لاس یې  ولاړ موټر ته وراوږد کړ.
– ماما، لس افغانۍ…
سړي مخ بلې خوا واړاوه، له ځان سره  وبوڼیده:
– مونږ خپله هم تباه یو…
ماشوم غلی شو. مخ یې د سپین‌ږیري په څنګ کې ناست ژڼکي ته وروګرځاوه:
– لس افغانۍ…
ژڼکی په شونډو کې مسک شو:
– له نیستۍ روان یوو…
ماشوم څنګ جیب ته لاس ننه‌ویست، لاس یې پر سوري بډې ته ورسېد. شاته شو، موټر غلی غلی روان شو.
پر پښه یې خالي کڅوړې ته لته ورکړه، شلېدلې څپلکه یې لرې ولوېده. څپلکې یې په لاسونو کې وپیلې، د کور په لور یې تېښته واخیسته.
اسمان کې ستوري نه ښکارېدل، خړې تورې وریځې اسمان پوښلی و، ماشوم لا تېز شو.
شاته یې وکتل، د یو انسان د پښو ترپا اورېدل کېده. ماشوم لوڅو پښو ته زور ورکړ، د پښې ګوته یې پر تیره ډبره ولګېده، «اخ» یې کړ، له درده لکه غرنۍ ډبره سره راټول شو.
شاوخوا یې وکتل، تياره لا پسې زیاتېده، لاره لکه بند ښوونځی وېروونکې وه.
ماشوم پر پښه لاس راکش کړ، ګوتې یې سرې شوې . د ښې پښې خپړه یې جګه ونیوه، په یوه نیمه پښه ژر ژر روان شو.
له یو ساعت مزل وروسته د کلي لارې ته ورتاو شو. قدمونه یې ورو کړل، لکه څوک چې یې څاري.
د توت خواته  پیشو منډه کړه. د ماشوم پر وجود د ډار  څپه تېره شوه، ورپېده، خو لا هم روان و.
د کور دروازې ته ورسید، دروازه خلاصه پرته وه. څېرلې پرده يې  باد  خوځوله.
پښه یې ورو دننه کړه،  په بربنډه کې یې سترګې په ولاړې څېرې ولګېدې. د انګړ په منځ کې لکه وچه ونه ودرېد.
ولاړ سړي په بغ اوز پې راغږ کړ:
– څو دې راوړې؟
ماشوم غلی شو.
– اې، تاته وایم!
ماشوم لاسونه سره ټوکرۍ کړل. سړی یې خواته ورنږدې  شو، سر ته یې کلکه جیټکه ورکړه، په  جیبونو کې یې لاسونه ورننه باسل، ګوتې یې له سوریو جیبونو ښکته ووتې.
– پیسې دې څه کړې؟
ماشوم چوپ ؤ.
– اې، تاته وایم!
 ماشوم وخوځېد، په بنده ژبه یې وویل:
_ ن _نن چا رانکړې… ټ_ټول وايي تباه یوو…
سړی لکه  چارواکی وخوټیده، ماشوم یې له لاسه راکش کړ، لکه  کډوال یې د باندې  وشاړه ، په دروازه پسې یې غټه چُماته (تمبه) واچوله.
٢٠٢٥ مۍ ٢١مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب