په ننګرهار کې د مومند خپرندویه ټولنه وايي چې د ایمل پسرلي پنځم ناول ، د شطرنج دانې، چاپ شوی او د افغانستان بېلا بېلو ولایتونو ته رسېدونکی دی.
دا ناول د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دویمې دورې د کلونو کیسه لري.
په ناول کې د ایران د استخباراتو د یوې بریالۍ هڅې کیسه کېږي چې څه ډول په لندن، وارسا، دوبۍ او لندن کې پلان جوړوي او په کابل کې د نړیوالو ځواکونو له مرکزه پټ اسناد وباسي.
د ناول په یوه برخه کې راغلي:
٬٬ ژوند راوښووله چې موږ واړه خلک یوو، که مو بخت په بده واوړي یو نه یو څوک به مو د شطرنج په دانو بدل کړي، بیا نو د لوبغاړي په لاس کې یوو، خوځوي مو، پرېږدي مو، له صحنې مو وباسي، که هر څه کوي د دوی کار دی، موږ به همداسې دانې یوو، شاید تر هغو چې بل لوبغاړی پیدا کېږي. هغه به مو بل ډول لوبوي. یا به د همدې وړو خلکو غوندې سختیو ته غاړه ږدو، ډارېږو به، د یوه تاوان له ډاره به ډېر نور ، نامعلوم تاوانونه منوو یا به جرئت کوو، تاوان به منو، ځینې تاوانونه د لا لویو تاوانونو مخه نیسي. تر ډار به دا ښه وي چې خپله ورشو او غاړه کېږدو چې په نه کړې ګناه د کومې سزا وړ بلل کېږو،،
تر دې وړاندې د بې ځالې مرغه، لټون، مفسد او پردي په نامه د ایمل پسرلي څلور نالونه خپاره شوي وو.