پنجشنبه, دسمبر 25, 2025
Home+په ۲۰۲۵ کې مو په یوټیوب کې څه شی ډېر کتلي؟

په ۲۰۲۵ کې مو په یوټیوب کې څه شی ډېر کتلي؟

تاند – یوټیوب د خپلو کاروونکو لپاره د «یوټیوب ریکېپ ۲۰۲۵» فیچر معرفي کړی، چې له لارې یې هر کاروونکی کولی شي په اسانۍ سره د هغو ویدیوګانو له مخې، چې د تېر کال په اوږدو کې یې لیدلي، خپل رجحانات او علاقه ځان ته معلومه کړي. دا فیچر ستاسو تر ټولو ډېر کتل شوي چاینلونه، موضوعات او ویډیوګانې ښيي او دا هم روښانوي چې ستاسو د شخصیت تمایل څه ډول دی؛ ایا تاسو یو ماجراجو یاست، تخلیقي روحیه لرئ، که یو خیال‌پاله (ډریمر) انسان یاست.

دا فیچر د دسمبر په لومړیو کې په شمالي امریکا کې فعال شوی و او وروسته ټولې نړۍ ته وغځېد. یوټیوب ریکېپ د کاروونکو له لوري لیدل شوې منځپانګه په اعظمي ډوا د ۱۲ کارتونو په بڼه وړاندې کوي. په دغو کارتونو کې د کاروونکي د خوښې چاینلونه، بیا بیا کتل شوې ویډیوګانې، د لیدلو رجحانات او حتی د هر کاروونکي د شخصیت یوه لنډه ویډیو هم شامله ده.

یوټیوب په خپل بلاګ کې ویلي چې دا فیچر د کاروونکو د نظرونو او تجربو پر بنسټ جوړ شوی دی. د دې لپاره د کاروونکو نظرونه په نهو بېلابېلو پړاوونو کې راټول شوي دي. د دې بهیر پر مهال، یوټیوب د نندارچیانو بېلابېل شخصیتي ډولونه تشخیص کړي، لکه «ایډونچرر یا سکل بلډر»، «کریېټیف سپرېټ» او نورې علاقې. تر ټولو عام شخصیتونه «سن‌شاینر»، «ونډر سېکر» او «کنېکټر» بلل شوي، په داسې حال کې چې «فلاسفر» او «ډریمر» نسبتاً لږ دي.

یوټیوب ډاډ ورکړی چې کاروونکي کولی شي خپل ریکېپ په اسانه وګوري. شرکت په اېکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې اعلان کړی:
«خپل کال په یوټیوب کې وګورئ! یوټیوب ریکېپ معرفي شو—یو په زړه پورې او د شریکولو وړ لنډیز، چې هغه شېبې، علاقې او کریېټرانو ته ځای ورکوي چې ستاسو ۲۰۲۵ کال یې جوړ کړی دی. تاسو کولی شئ خپل ځانګړی ریکېپ په یوټیوب کې یا د ورکړل شوي لینک له لارې وګورئ.»

هغه کاروونکي چې له موسیقۍ سره ځانګړې علاقه لري، کولی شي د یوټیوب موزیک اپ په «میوزیک ریکېپ» برخه کې د خپلې خوښې موسیقي او پوډکاسټي رجحانات په اسانۍ سره وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ډک جوال ژبې | ژباړن: محبوب جلالزي

د سپوتنیک نومي  انګلیسي ژبی مجلې څخه د (ډک جوال ژبې) تر نوم لاندې د محبوب جلالزي یوه کوچنۍ ژباره. دا مطلب په ۱۳۶۵کال...