تاند (ينجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) د بُست پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د سافټوير څانګې د اتم سمېستر محصلانو د چټ يا د پيغامونو د تبادلې خوندي اپلېکشن جوړ کړی دی.
په دې اپلېکشن کې، چې درې تنو محصلانو محمود عوض همدرد، نورالله سمسور او جاوېد احمد هاشمي ورباندې کار کړی، هرڅوک جلا اکاونټ جوړولی او د خپل اکاونټ له لارې له نورو سره خوندي پيغامونه تبادله کولی شي.
د پروژې ترسره کوونکو محصلانو له يادې پروژې د دفاع په ورځ وويل، د دې سيستم یو اساسي هدف دا دی چې خوندي وي، او د کاروونکو شخصي حريم خوندي وساتل شي.
دوی وايي، هڅه کوي همدې سيستم ته نوره پراختيا هم ورکړي، ترڅو هر څوک ورته لاسرسی ولري او له هغو اسانتياوو برخمن شي، چې دې ته ورته نور اپلېکشنونه يې نه لري.