Homeخبرونهد ایټالیا صدراعظمې د څلورو کډوالو د سوځولو عاملانو ته د سزا...

د ایټالیا صدراعظمې د څلورو کډوالو د سوځولو عاملانو ته د سزا ورکولو ژمنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) د جورجیت میلوني په مشرۍ د ایټالیا حکومت ژمنه کړې چې هغه کسان به عدالت ته راکاږي چې د هېواد په جنوب کې د اور اچونې په یوه خونړۍ پېښه کې یې درې افغان کډوال او یو پاکستانی کارګر وژلي دي.

میلوني ویلي چې د دې پېښې له امله سخته خواشینې شوې او د شکمنو کسانو د چټکې نیونې له امله یې د امنیتي ادارو ستاینه کړې ده.

هغې ټینګار کړی: «ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونه کړي» او زیاته کړې یې ده چې د پېښې د ټولو جزییاتو څرګندول او له عاملانو  سره حساب کتاب ورکول د حکومت لومړیتوب دی.

د ایټالیا څارنوالانو ویلي چې قربانیان Amendolara ښار ته نژدې په یوه موټر کې بند پاتې شوي وو چې وروسته ورته اور اچول شوی و.

وژل شوي کسان افغان کډوال امین افضل خوګیاڼی (۲۸ کلن)، صافي اعجاز (۲۷ کلن)، عصمت‌الله قایمي (۱۹ کلن) او پاکستانی وګړی وسیم خان (۲۹ کلن) وو. ټول قربانیان د کرنې په سکتور کې په کار بوخت وو.

د راپورونو له مخې، دوه ۳۲ کلن پاکستاني وګړي د قتل په تور نیول شوي دي. څېړونکي وایي شکمنو کسانو کارګران په موټر کې بند کړي، تېل یې پرې شیندلي او بیا یې موټر ته اور اچولی دی.

د ژوندي پاتې شوي افغان روایت

د پېښې یوازینی ژوندي پاتې شوی افغان، تاج محمد، ویلي چې د موټر د ښیښې په ماتولو یې ځان له لمبو وژغوره.

هغه ادعا کړې چې کارګرانو له یوې میاشتې زیات وخت مزدوري نه وه ترلاسه کړې او د چړو او وسلو په ګواښ کار ته اړ ایستل کېدل. د هغه په وینا، کارګرانو د برید له پېښې لږ وړاندې د قرارداد او مناسبو شرایطو تر ترلاسه کولو پورې د کار له دوام څخه انکار کړی و.

د کارګرانو د استثمار پر ضد نوې اندېښنې

د قضیې مشر څارنوال Alessandro D’Alessio دا پېښه د خپل حقوقي کار په درې لسیزو کې یو تر ټولو وحشتناک جرم بللې ده.

دې پېښې یو ځل بیا د ایټالیا د کرنې په سکټور کې د کډوالو د استثمار ستونزه راژوندۍ کړې ده. د بشري حقونو بنسټونه او کارګري اتحادیې وایي چې په ځانګړي ډول د ایټالیا په جنوبي سیمو کې زرګونه کډوال له ټیټو معاشونو، ناوړه کاري شرایطو او محدودو قانوني حقونو سره مخامخ دي.

د کارګرانو اتحادیو د اټکل له مخې، په ایټالیا کې له ۲۰۰ زروه ډېر ناقانونه کډوال کارګران په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول کرنه کې، کار کوي. د حقونو مدافع ډلې له روم څخه غواړي چې د کارګرانو د استثمار بنسټیز لاملونه حل کړي، نه دا چې یوازې د ورته خونړیو پېښو له رامنځته کېدو وروسته قانوني تعقیب ترسره کړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې ګڼ افغانان د جګړو، اقتصادي ستونزو او محدودیتونو له امله اروپا ته کډه شوي او ډېری یې په ټیټ معاش لرونکو او ناامنو دندو کې کار کولو ته اړ شوي دي.

اسلامي امارت له ایټالیا وغوښتل چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان محاکمه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...