تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۶ مه) وروستیو ساینسي څېړنو ښودلې چې د جراثیموژونکي ماؤت واش پرلهپسې استعمال د وینې د فشار طبيعي توازن ګډوډولی شي. د کارپوهانو په وینا، لامل یې هغه ګټورې باکتریاوې دي چې په خوله کې شته او د نایټرک اوکساید په جوړېدو کې مهم رول لري؛ نایټرک اوکساید یو طبیعي مرکب دی چې د وینې رګونه پراخوي او د وینې فشار په نورمال ساتلو کې مرسته کوي.
د څېړنو له مخې، د ژبې، وریو او تالو پر سطحه موجودې مایکروسکوپي باکتریاوې غذایي نایترېټ په نایټرک اوکساید بدلوي. خو قوي جراثیموژونکي ماؤت واش دا باکتریاوې له منځه وړي، چې له امله یې د نایټرک اوکساید اندازه کميږي او د وینې د فشار د لوړېدو خطر زیاتېږي.
په بېلابېلو هېوادونو کې د شوو نهو څېړنو په ګډ تحلیل کې له ۶ زرو څخه زیات، له ۴۰ تر ۶۰ کلونو عمر لرونکي کسان شامل وو. د دې څېړنې پایلې ښيي، هغه کسان چې په منظم ډول جراثیموژونکی ماؤت واش کاروي، د وینې د لوړ فشار له زیات خطر سره مخامخ دي.
د امریکا د ملي روغتیايي انسټیټیوټونو (NIH) یوې جلا څېړنې هم ورته پایلې وړاندې کړې دي. په دې څېړنه کې ګډونوال درې کاله تر څارنې لاندې ونیول شول او په شاوخوا ۱۲ سلنه کسانو کې د وینې لوړ فشار تشخیص شو، په ځانګړي ډول په هغو کسانو کې چې له نسخې پرته یې ماؤت واش په ورځ کې دوه ځله یا تر دې زیات کاراوه.
متخصصان ټینګار کوي چې ستونزه د ماؤت واش په استعمال کې نه ده، بلکې په بېحده استعمال کې ده. د دوی په وینا، کله ناکله استعمال زیان نه لري، خو د اوږدې مودې لپاره په پرلهپسې ډول کارول یې د زړه او عمومي روغتیا لپاره زیانمن تمامېدای شي.