جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د عبدالرحمان پژواک ۱۰۴ زوکړه

د عبدالرحمان پژواک ۱۰۴ زوکړه

تاند- له نن څخه ۱۰۵ کاله پحوا د ۱۹۱۹ (۱۲۹۷ لمریز کال) د مارچ په ۷ مه د افغانستان تر ټولو نوموتی دیپلومات، لیکوال، شاعر او ژباړن عبدالرحمان پژواک په غزني کې دنیا ته سترګې وغړولې.

پژواک لومړنۍ زده کړې له خپل پلاره کړي، وروسته د کابل له یوې لېسې فارغه شوی او د طب پوهنځي ته داخل شوی خو دوه کاله وروسته یې طب پرې ایښی او ادبیاتو ته یې مخه کړې ده.

د ده لومړۍ رسمي دنده په «کابل ادبي انجمن» کې وه. پژواک د اعلحضرت ظاهرشاه د پاچهۍ په دوره کې د ورځپاڼو لپاره لیکنې کولې او څه موده یې د مطبوعاتو په خپلواک ریاست کې بیلابیلې دندې لرلې. یوه موده د مطبوعاتو د مستقل ریاست دوهم مرستیال و. بیا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي ريیس شو.

پژواک له لیکوالۍ او ژورنالیزم سره د مینې له کبله طب پوهنځی پرېښود. له همدې کبله یوه موده د افغانستان د هماغه مهال د یوې مهمې ورځپاڼې «اصلاح» مدیر شو. ده یوه موده د باختر اژانس ریاست په غاړه درلود.

پژواک په پښتو، دري، انګلیسي او فرانسوي ژبو تر دې حده برلاسی و چې په څلور واړو ژبو یې لیکنې کولې.

د عبدالرحمان پژواک په دندو کې د پښتو ټولنې ریاست هم یادولی شو. دی پر دې سربېره په بېلابېلو هیوادونو؛ لکه امریکا او بریتانیا کې د افغانستان کلتوري اتاشې پاتې شوی دی.

پژواک که څه هم د «کلمه دارې روپۍ» په شان ډیر مهم ادبي اثار پنځولي، خو د دیپلوماسۍ په برخه کې یې بریاوې د افغانستان په کچه کمسارې دي.

ده په بریتانیا، ایټالیا او هند کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده. دی په نولس سوه پنځوسمه لسیزه کې په امریکا کې د افغانستان سفیر و.

له ۱۹۵۸ څخه تر ۱۹۷۲ پورې په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازی و.

پژواک لومړنی افغان دیپلومات و چې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د یوویشتمې غونډې رييس وګومارل شو او حتي ویل کېدل چې د ملګروملتو اکثره غړي یې د سرمنشي توب ننګه کوي. عبدالرحمان پژواک له ۱۹۶۷ څخه تر ۱۹۶۷ پورې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ريیس و.

په نولس سوه اویایمه لسیزه کې یې د لنډې مودې لپاره په ختیځ جرمني او هند کې د افغانستان د سفیر په توګه کار وکړ.

خو پژواک وروسته له دې چې په ۱۹۷۹ کې د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، له ټولو دولتي دندو لاس واخیست او خپل هیواد ته راستون او سمدستي په خپل کور کې نظربند شو. ده د چوکۍ لپاره د کابل د هماغه مهال د حکومت وړاندیزونه ونه منل. په ۱۹۸۲ کې د درملنې لپاره له هیواده ووت خو هیواد ته د بېرته راتلو ارمان یې په ژوند کې پوره نه شو.

زه پژواک یم لویو غرونو کې لوی شوی

دا چې چوپ یم دلته غر و کمر نه شته

استاد پژواک د همدې لپاره په امریکا کې نارامه و، د دې لپاره چې افغانستان ته تللی نه شوای، په امریکا کې له لس کاله ژونده وروسته پېښور ته لاړ خو هلته د پاکستان د استخباراتو له فشارونو سره مخامخ شو.

عبدالرحمان پژواک د ۱۹۹۵ د جون په ۸ مه (۱۳۷۴ لمریز کال) په پېښور کې وفات او جنازه یې د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ ته یووړل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب