Home+چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د پای او د پنځلسم پنځه...

چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د پای او د پنځلسم پنځه کلن پلان د پیل په درشل کې

ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنوونکي: اندېښمن ځاځی

د چین د ولسي جمهوریت هر کال د مارچ په میاشت کې د دوو مهمو ملي غونډو کوربه وي،چې د چین حکومت او خلکو ته ځانګړی او محوري ارزښت لري. دا دوه غونډې په نړیواله کچه د Two Sessionsپه نوم پېژندل کېږي، چې نه یوازې د چین لپاره مهمې دي بلکې د نړۍ لپاره هم پوره د پام وړ او مهم ارزښت لري.

دغو غونډو ته د «دوو مجلسونو» نوم ورکول کېږي،چې یوه یې د چین ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه او بله یې د چین  ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه ده. دا دواړه غونډې نه یوازې د چین د کلني سیاسي، اقتصادي او ټولنیز لوري ټاکنه کوي، بلکې د دولت د پالیسۍ، قانون جوړونې او ستراتیژیکو پرېکړو اساسي چوکاټ هم پکې ترسیمېږي.

سږ کال دا مجلسونه په داسې حال کې تر سره کیږي چې د چین حکومت د څورلسم پنځه کلن پلان د پای او د پنځلسم پنځه کلن پلان د پیل په درشل کې دی. د چین څوارلسم پنځه کلن پلان (۲۰۲۱–۲۰۲۵) په داسې حال کې پای ته رسیږي چې دغه  هېواد له کمیتي ودې څخه کیفتي او نوښت‌محوره پرمختګ ته د تګ لپاره ګټور او قوي ګامونه پورته کړي دي. په تېرو پنځو کلونو کې، سره له دې چې نړیوال اقتصاد له وبا، جیوپولیټیکو فشارونو او سوداګریزو محدودیتونو سره مخ و، خو چین وتوانېد خپل اقتصادي بنسټونه ثابت وساتي او په مهمو ستراتیژیکو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې  هم ولري.

په صنعتي او ټکنالوژیک ډګر کې، د چین د لوړې ټکنالوژۍ تولید چټکه وده وکړه. د برېښنايي موټرو، لمریزې او بادي انرژۍ، ۵ جي شبکو او ډیجیټلي خدمتونو پراختیا چین د نوښت په نړیواله سیالۍ کې مخکښ وساته. د څېړنې او پراختیا (R&D) بوديجه لوړه شوه او د کورنیو نوښتګرو شرکتونو ملاتړ زیات شو، څو هېواد د نیمه‌هادي صنعت او پرمختللو ټکنالوژیو په برخه کې پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي. دغه پرمختګونه نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د اوږدمهاله ستراتیژیک ثبات لپاره هم مهم بلل کېږي.که څه هم چین په تېرو پنځو کالونو کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او ګڼې لاسته راوړنې لري خو موږ په دغه لیکنه کې د چین د څورلسم پنځه کلن پلان تر چتر لاندې ځینو مهمو اقتصادي لاسته راوړنو  او پرمختګونو ته لنډه کتنه وکړو.

د څورلسم پنځه کلن پلان په لړ کې مهمې اقتصادي لاسته راوړنې

چین د څوارلسم پنځه‌کلن پلان ۲۰۲۱–۲۰۲۵ تر چتر لاندې، په تېرو پنځو کلونو کې ګڼې مهمې اقتصادي لاسته راوړنې درلودې. که له یوې خوا په ښارونو کې صنعتي پرمختګونه وشول خلکو ته د کاري فرصتونه برابر شول ، شنې ټیکنالوژۍ په برخه کې تولیدات زیات او چټک شول، همدا راز په کلیو کې بیا د کرهني په سکتور کې پراختیا راغله او د خلکو د ژوند د هوساینې او د عوایدو د کچې لوړېدو لپاره مهم او ګټور کارونه تر سره شول:

باثباته اقتصادي وده

چین د نړیوالو ننګونو (کووېډ-۱۹، نړیوال اقتصادي سستوالی) سره سره، وکولای شول د نړۍ د سترو اقتصادونو په پرتله نسبي ودې ته کار وکړي او دا پرمختګ د ځان په نوم کړي. په دوامداره توګه د GDP د کچې لوړ ساتل د څورلسم پنځه کلن پلان مهمه لاسته راوړنه ده چې دا په خپله د چین د نړېوال اقتصاد په برخه کې د ودې ښکارندویي کوي او په دې سره چین یو ځل بیا د نړیوال اقتصاد د ودې مهم محرک پاتې شو.

صنعتي او ټکنالوژیک بدلون

چین د څورلسم پنځه کلن پلان په لړ کې په لوړو ټکنالوژیو کې پانګونه زیاته کړه لکه مصنوعي ځیرکتیا (AI)، نیمه‌هادي (چِپ) صنعت او د  5G شبکې  په برخو کې د پام وړ پانګونې شوي دي چې ډېرې ګټورې هم  تمامې شوي دي.

شین  او دوامداره اقتصاد

چین د څورلسم پنځه کلن پلان په لړ کې ډېره هڅه دا وکړه چې د اقلیمي بدلونو له امله د زیانونو د کچې د کمولو او د کاربن د اخراج د مخنیوي لپاره  مهم ګامونه پورته کړي چې په دې برخه کې هم د چین اقدامات بریالي او ګټور وو .د چاپیریال ساتنې په برخه کې  چین د زرغون بدلون او  شنې ټیکنالوژۍ په لور جدي ګامونه واخیستل. د شنې ټیکنالوژۍ په برخه کې یې د تولیداتو ظرفیت په بې ساي ډول لوړ کړ، چې دا په خپله د کاربن د اخراج د مخنیوي د پالیسۍ د عملي کېدو په لار کې یو لوی او ګټور پرمختګ بلل کیدای شي.چین چې اوس مهال د نړۍ دوهم لوی اقتصاد درلودونکی او صنعتي هېواد دی د کاربن د اخراج په برخه کې هم زیاته ونډه لري او ژمن دی چې د کاربن د اخراج د صفر کولو په برخه کې به کوټلي او ګټور ګامونه پورته کوي چې د څورلسم پنځه کلن پلان په لړ  دا اقدامات ډېر ګټور وو او  د ۲۰۶۰ کال د کاربن بې‌طرفۍ هدف ته د رسېدو لپاره بنسټیز اهمیت لري. د کاربن اخراج کمولو په برخه کې د جدي او ګټورو ګامونو پورته کول،په نړېواله کچه تر ټولو زیاته د لمریزې او  بادې انرژۍ تولید او د شنو ټیکنالوژیو بازار ته د چین لخوا د چټکې ودې ورکول هغه اقدامات دې چې د څورلسم پنځه کلن پلان د چتر لاندې تر سره شول.

د کورني مصرف پیاوړتیا

د څورلسم پنځه کلن پلان په لړ کې یوه بله لاسته راوړنه د ښارونو او کلیو تر منځ د توپیر کمولو په برخه کې ټولنیز پرمختګونه وو . په تیرو پنځو کالونو کې چین توانیدلی چې په ټولنیز ډګر کې، د کلیوالي بیارغونې پروګرامونه پراخ کړې، په کلیو کې د کرنې سکتور پیاوړې کړي او په دې سره په کلیو کې هم د خلکو ژوند هوساینې ته ګټور ګامونه پورته کړي. چین په تیرو پنځو کالونو کې په کلیو کې د کرهنې سکتور پیاوړې کړی دی، د کرنې بهیر یې پیاوړې او د عصر له غوښتونو سره سم برابر کړې او بزګرانو ته یې د نوي عصر پرمختللي کرنیز تجهیرات برابر کړي دي چې په دې سره له یوې خوا د کرنې بهیر اسان شوی او له بلې خوا کرنیز محصولات زیات شوي چې د کرونړګرو عواید ورسره لوړ شوي دي. چې د بنسټیزو زیربناوو او عامه خدماتو پراختیا زیاته کړې او له دې سره د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه را منځ ته شوي دي. د ښارونو تر څنګ په کلیو کې د روغتیا، ترانسپورت او ډیجیټلي خدمتونو پراختیا د چین د کورني بازار پیاوړتیا ته زمینه برابره کړې ده. د چین حکومت په ټولو برخو کې د اصلاحاتو د راوستو او تنظیمې تګلارو پر مټ توانیدلی چې د اقتصاد په وده کې د کورني بازار رول لا پیاوړی کړي

د بنسټیزو پروژو په برخه کې لویه پانګونه

چین په کور د ننه د لویو او بنسټیزو پروژو  د بشپړلو په برخه کې چې د څورلسم پنځه کلن پلان مهمه برخه وه د پام وړ پرمختګونه او لاسته راړونې درلودې چې په ترڅ کې یې  د چټک اورګاډي شبکه په تېرو پنځو کالونو کې لا پسې پیاوړې شوه او په ښارونو کې د هوښیارې ځیرکتیا ، ډیجیټلي زیربناوې او لوژستیک سیستمونه  پراخ شول.

نړیوال اقتصادي رول

چین د څورلسم پنځه کلن پلان تر چتر لاندې په تېرو پنځو کالونو کې د نړېوالې سوداګرۍ او سوداګریزو اړیکو په پرخه کې هم مهم او د پام وړ لاسته راوړنې درولودې چې د “یو کمربند – یوه لاره” نوښت له لارې د اسیا، افریقا او اروپا سره سوداګریزو اړیکو پراخول او د نړېوالو پانګوالو او سوداګرۍ په برخه کې د مهم شریک په توګه د چین پاتې کېدل د دغو لاسته راړنو یوه برخه بللی شو.

سایبري او ډیجیټلي امنیت

چین د تېرو پنځو کالونو په لړ کې د سایبري او ډیجېټلي امنیت په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي چې په دې لړ کې د مهمو معلوماتي زیربناوو (برېښنا، مخابرات، مالي سیستمونو) ساتنه پیاوړې کول  او د سایبري بریدونو د مخنیوي او معلوماتي حریم د خوندیتوب د قوانینو او تخنیکي ظرفیتونو پراخول پکې شامل دی.

نړیوالې امنیتي همکارۍ

د نړیوالو امنیتي همکاریو په لړ کې چین د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک په ماموریت کې خپل رول ثابت وساته،د سیمه‌ییز امنیت، ګډو تمرینونو او د ناامنۍ پر ضد همکارۍ  یې لا پسې پراخې او پیاوړې کړې.

د ناورینونو او بیړنیو حالاتو مدیریت

چین د طبیعي پېښو (سیلابونه، زلزلې، وباوې) پر مهال د ژغورنې او بیړني غبرګون سیستمونه او د عامې روغتیا د بیړنیو پېښو لپاره  یې د همغږۍ او چټک اقدام سیستمونه پیاوړي او پرمختللي کړي دي، او دې ورته زرګونه نور فعالیتونه او لاسته راوړنې شتون لري چې په تیرو پنځو کالونو کې د څورلسم پنځه کلن پلان ټاکل شویو موخو ته د چین د رسیدو ښکارندویي کوي.

اوس چې چین د راتلونکو پنځو کلونو پر لور یانې د پنځلسم پنځه کلن پلان موخو ته د رسېدو په لاره کوټلي او پیاوړي ګامونه پورته کوي. نړیوال شنوونکي په دې باور دي او هیله لري چې دغه هېواد به د نوښت، زرغون اقتصاد او سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې لا ډېر پرمختګونه وکړي. تمه کېږي چې مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللي تولید، او ډیجیټلي اقتصاد به د چین د اقتصادې ودې نوې ماشین ووسي او همدارنګه، د شنې انرژۍ او پایدار پرمختګ برخه کې به نورې پانګونې د چین نړیوال رول لا پیاوړی کړي.په ټوله کې، څوارلسم پنځه کلن پلان وښوده چې چین د اوږدمهاله ستراتیژۍ او پیاوړي تطبیقي میکانیزم له لارې کولی شي له نړیوالو فشارونو سره مقابله وکړي. که دا بهیر همداسې دوام ومومي، راتلونکی پنځه کلن پړاو به نه یوازې د اقتصادي ثبات، بلکې د نوښت او نړیوال اغېز د لا پراختیا شاهد وي، او چین به په نړیوال اقتصاد کې خپل ځای نور هم پیاوړی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...