تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۶ مه) د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، د جمعې په ورځ د افغانستان د طالبانو د حکومت له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې د اسلام باد او کابل ترمنځ روان کړکېچ باید له ډیپلوماتیکو لارو حل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې لاوروف او متقي د سیمې د وضعیت په اړه، په ځانګړي ډول د ایران پر وړاندې د بریدونو د «منفي او بېثباته کوونکو پایلو» په اړه نظرونه تبادله کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي:
«دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي او سیاسي تاوتریخوالي د کمېدو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.»
بیان زیاتوي چې لاوروف ټینګار وکړ:
«د کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلافونه باید له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو حل شي.»
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوې دي. تېره اوونۍ پر دیورند کرښه د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو له امله دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې او زیانونه اوښتي دي.
پاکستان ادعا کوي چې افغانستان هغو وسلهوالو ته خوندي پناه ځای ورکوي چې پر پاکستان بریدونه کوي. خو کابل دا تورونه ردوي او وایي چې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
په جلا توګه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارفووا هم د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې:
«له دې خطرناک تقابل څخه لاس واخلي او د ټولو اختلافونو د حل لپاره بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.»