تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر تورک د جمعې په ورځ له پاکستاني پوځ او افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې په خپل منځ کې روانه جګړه ژر تر ژره ودروي او د زیاتېدونکې تاوتریخوالي په منځ کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
تورک په یوه اعلامیه کې ویلي چې له تېرې اوونۍ راهیسې د جګړو له زیاتېدو وروسته ۵۶ افغان ملکي وګړي وژل شوي چې په هغوی کې ۲۴ ماشومان او شپږ ښځې شاملې دي. همداراز ۱۲۹ کسان ټپیان شوي چې د ټپیانو په منځ کې ۴۱ ماشومان او ۳۱ ښځې هم شاملې دي.
د ملګروملتو د معلوماتو له مخې، د دغو نښتو له امله په افغانستان کې تر ۶۶ زرو پورې خلک بېځایه شوي دي.
تورک زیاته کړې چې په پاکستان کې هم د توپ د ګولیو او ډزو له امله خلک اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. د راپورونو له مخې لږ تر لږه دوه ښوونځي د بریدونو هدف ګرځېدلي او له ۱۰۰ څخه زیات ښوونځي تړل شوي دي.
هغه وویل:
«د پولې دواړو غاړو ته ملکي وګړي اوس د هوايي بریدونو، درنو توپچي ډزو، هاوان مرمیو او ډزو له امله اړ دي چې وتښتي.»
تورک له ټولو ښکېلو لورو وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د هغو کسانو مرستې ته لومړیتوب ورکړي چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې ټول اړخونه باید د نړیوال بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو له مخې د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې څېړنې ترسره کړي.
ترک وویل چې د روان تاوتریخوالي له امله بشري مرستې هغو سیمو ته نه رسېږي چې خلک یې سختو مرستو ته اړتیا لري، او دا کار د خلکو پر کړاوونو نور هم زیات فشار اچوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې نژدې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې څخه تر ۱۱.۶ میلیونو زیات ماشومان دي.