دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاغواړئ ښکلې او شفافه څېره ولرئ؟

غواړئ ښکلې او شفافه څېره ولرئ؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

خیال خواري غواړي!

دا د ټولو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او شفاف وي. که تاسو هم غواړئ، نو دغه اووه ټکي په پام کې ونیسئ.

۱- با کیفیته مواد وکاروئ: د مخ مینځلو لپاره هغه محصولات وکاروئ چې په یو ځل کارلو سره مو مخ ښکلی شي. ګرد او دوړې ترې پاکې شي، خو د مخ اصلي او طبيعي غوړ یې له منځه ولاړ نه شي.

۲- په کمه اندازه له صابونه ګټه واخلئ: هڅه وکړئ په يوه شپه او ورځ کې د مخ د مینځلو لپاره دوه یا درې ځلې صابون او یا دې ته ورته څه وکاروئ، که له دې زیات شي مخ مو خپل طبيعې حالت له لاسه ورکوي.

۳- د اوبو تودوخه په پام کې ونیسئ: د مخ مینځلو لپاره معتدلې اوبه وکاروئ، ډېرې یخې اوبه مو د مخ پر پوست شته سوري بندوي.

۴- مخ مو سم ومینځئ: د مخ مینځلو پر وخت هڅه وکړئ تر هغه وخت مخ ته اوبه ور واچوئ تر څو په سم ډول پاک شي.

۵- هغه مواد وکاروئ چې ورسره حساسیت ونه کړئ: دې ته مو هم باید پام وي هغه مواد چې تاسو یې د مخ مینځلو لپاره کاروئ، له مخ سره مو باید سازګاري ولري، که داسې نه وي کېدای شي له حساسیت سره مخ شئ.

۶- د مخ وچولو چل زده کړئ: هېڅ کله د مخ وچولو پر وخت خپل مخ کلک مه موښئ. هغه روی پاک چې یوازې په تاسو پورې اړه لري، را واخلئ یوازې څو ځله یې ډېر نرم پر مخ کېږدئ او بېرته یې ترې پورته کړئ.

۷- د مخ په غوړولو کې ځنډ مه کوئ: مخ یوازې له مینځلو وروسته په سم ډول مرطوب مواد جزبولای شي او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب