یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

منرالونه(Minerals):

کومې عذاګانې چې مخکې مونږ معرفي کړې ټولې په خپل ترکیب کې بېلابېل مواد لري په ځینو کې ویټامینونه ډېروي په ځینو کې شحمیات او په ځینو کې منرالونه.

منرالونه هم د عذايي موادو مهمه برخه ده چې د بدن په جوړښت وده او نمو کې هم ځانګړی رول لري او په عمومي ډول لاندې دندې تر سره کوي:

1-       د بدن اسکلیت او فورم جوړوي.

2-       د بدن ټول جامدې برخې او هډوکې رغوي.

3-       د بدن د ټولو حجراتو، نرمو عضلاتو او د وینې د ترکیب له پاره موثر دي.

4-       د بدن مایعاتي برخې د مالګو محلول چې د عضلاتو ارتجاعیت تشکیلوي او هم د بدن اسیدي، قلوي او هضمي ترشحاتو او انزایمونو تعادل برقرار ساتي(کرنپوهنه: ۲۱۰ مخ).

همدا ډول د انسان به بدن کې له ۵۰ ډولونو څخه زیات کیمیاوې عناصر وجود لري چې هریو د انسان د بدن د جوړښت او په وده او نمو کې برخه اخلي.

منرالونه په درېیو برخو ویشل شوي:

1-ځانګړي منرالونه(Major minerals): په دې منرالونو کې کلسیم، فاسفورس، سودیم، پوتاشیم او مګنیزیم شامل دي.

2-جزيي منرالونه(Trace elements): له هغه عناصرو څخه عبارت دي چې د ورځې په اوږدو کې د انسان له پاره د څو ملي ګرامو په اندازه ضرور دي. لکه: اوسپنه، ایودین، فلورین، جست، مس، کوبالت، کرومیم، منګانیز، مولبدین، سلینویم، نیکل، قلعي سلیکان او وینادیوم.

3-(Trace contaminants): هغه عناصر دي چې دندې یې تر اوسه نه دي پېژندل شوي لکه: سرب، سیماب، باریم او المونیم.

په پورته منرالونو کې یوازې د کلسیم، فاسفورس، سودیم، اوسپنه، فلورین او ایودین د انسان د بدن به جوړښت کې خاص رول لري (اساسات تغذیه: ۳۸ مخ).

منرالونه او مالګي د انسان د بدن ۵٪ وزن تشکیلوي او مخکې مو یادونه وکړه چې د هډوکو، غاښونو ، د نسجونو او عضلاتو په جوړښت، په وینې او عصبي نسجونو کې هم برخه اخلي (تعلیمات صحي: ۱۵مخ).

اوس به په لاندې ډول ځانګړي منرالونه تشریح کړو:

۱ – کلسیم (Calcium ): کلسیم یو مهم منرال دی چې د انسان د بدن د هډوکو یا اسکلیت په جوړښت کې ستره ونډه اخلي او د انسان د بدن ۱،۵ – ۲ وزن تشکیلوي. که چېرې د انسان د بدن ټول وزن ۷۰ کیلو ګرامه وي، نو د بدن د کلسیم اندازه یې ۱۲۰۰- ۱۰۰۰ ګرامه تشکیلوي او د دې برخې ۹۹٪ کلسیم په هډوکې کې شامل دی(کرنپوهنه ـ ۲۱۱ مخ).

مخکې مو وویل چې کلسیم د اسکلیت یا د هډوکو په جوړښت کې ډېر مهم دی نو هغه ښځې چې حامله وي د هغوی له پاره د کلسیم لرونکو عذايي مواد خوراک ډېر مهم په تېره د حاملګي په دوو اخره میاشتو کې ځکه د جنین په وده او نمو کې ستره برخه اخلي که چېرې یوه حامله میرمن ته په دې اساس دوران کې دا منرل ونه رسیږي د هغې ماشوم هډوکې به یې ضعیفه وي او کېداي شي د زر ماتېدو سبب هم و ګرځېږي.

نو د حمل په دوران کې یوه حامله میرمن د ډاکټر د هدایت سره سم د خپل ورځینې اړتیاو ته په کتو سره کلسیم لرونکي خواړه وخوري. کلسیم د هډوکو د جوړښت پرته د زړه د عضلي د حرکاتو د تنظیمولو او د وینو د انعقاد له پاره هم مهم دی او که بدن ته زیات کلسیم ورکول شي په هډوکو کې ساتل کېږي خو د یادونې وړ ده که چېرې د کلسیم اندازه په بدن کې زیاته شي د زړه تکلیف هم پیدا کوي.

کلسیم په تېره دحاملګۍ پر وخت او همدا ډول د ماشومانو له پاره مهم دی که چېرې د یو ماشوم غاښونه را ښکاره نه شول او یا په لاره تګ کولای نشي د دې ستونزې اصلي لامل د ماشوم په بدن کې د کلسیم نشتوالی دی.

ځنې ډاکټران وايي چې کلسیم په بدن کې د سیمنټو رول لري چې د بدن ټول حجرات یو له بل سره تړي او که چېرې په وینه کې کم شي نو وینه به وچه او جامد شکل غوره کړي . کلسیم په کموالي سره د تیتانوس ناروغۍ هم پیدا کېږي او کلسم د اعصابو په ارامولو کې ښه نقش لري(کرنپوهنه ۲۱۲مخ).

کلسیم په لاندې حیواني او نباتي سرچېنو کې موندل کېږي.

   کلسیم په ځانګړي ډول په لوبیا، ډوډۍ، وریجو، غوښه، کچالو، ګلپی، کرم، چغندر، ګازرو، شلغم، پیازو، کدو، لیمو، پالکو، رومیانوو خرما،مڼه، انځیر، شفتالو، امونو، انار، ماته، بادامو او پسته کې او په لاندې حیواني محصلاتو کې شته دی:

شېدې، پنیر، ملايي، کوچ، هګیو کې وجود لري

کرنپوهنه ۲۱۲ مخ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب