یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزد عامه پالیسۍ تعریف، مفهوم او پېژندنه

د عامه پالیسۍ تعریف، مفهوم او پېژندنه

لیکنه: نصیر مصلح
عامه پالیسي د انگلیسي ژبې د (Public Policy) ژباړه ده. عامه د خصوصي په مقابل کې قرار لري، یعنې هر هغه څه چې له عام ولس او ټولنې او د هغوی له گټو او تاوان سره په اړیکه کې وي.
خو پالیسي د سیاست په علم کې رېښه لري، او د سیاست کلمه عربي ده چې په اصل کې د رام کولو په مانا ده. خو په اصطلاح کې د حکومت کولو یا حکومتداري په مانا کارول کېږي. په بله مانا عامه پالیسي په کلي مفهوم سره، عبارت له هغه اصولو څخه دي چې د قانون جوړونکي او یا د محکمې له خوا اساسأ د هغه مسایلو په نامه پېژندل کېږي چې د هېواد او ټولنې پورې تړلې وي.  په ټوله کې پالیسي عبارت له هغې خط سیر او لارې څخه ده چې انسان یې په مخکې لري، خو دلته په لویه مانا او مفهوم سره پېژندل کېږي، لاندې د عامه پالیسي ځینې تعریفونه او اصطلاحي مانا ذکر کوو:
– عامه پالیسي د حکومت کړنو او هغه موخو ته چې ددې کړنو باعث شوې، اشاره کوې.
– هر هغه څه چې دولت او حکومت یې ترسره کوي، عامه پالیسي ده.
– د ټولنیزو موخو ترلاسه کولو لپاره چې کومې سیاسي طرحې په لاره اچول کېږي، عبارت له عامه پالیسي څخه دې.
– عامه پالیسي د حکومت د هغه کړنو ټولگه ده چې د خلکو پر ژوند مستقیم او یا غیر مستقیم اغېز ولري.
– عامه پالیسي د حکومت د کړنو د ارادې ښکارندویه په عمل کې ده.
– عامه پالیسي عبارت له هغو پریکړو او سیاستونو څخه ده چې د عمومي برخې د بېلابېلو مراجعو (لکه مقننه قوه، حکومت او قضایه قوې) لخوا ترسره کېږي. دولت په کلي مفهوم سره، د عامه پالیسۍ جوړونې یو قانوني نهاد دی چې په بېلابېلو ډولونو سره (لکه قوانین، ضوابط او مقررې) عامه پالیسیانې جوړوي.
– عامه پالیسي د نظامونو د موخو او مسؤلیتونو په کلي اصولو باندې بحث کوي.
– عامه پالیسي د لارې د ټاکلو قانون او تصمیم نیوه ده.
– د عامه پالیسۍ عامل دولت دی، نو په دې اساس د خلکو او ټولنیزو ډلو پریکړې عامه پالیسي کېدلی نشي.
– په ټوله کې عامه پالیسي د دولت هغه راتلونکي پلانونه دې چې د هغې په وسیله عمومي غوښتنې په بهترینه توگه ترلاسه کېدلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب