محمدالله شېرزی
کابو درې مياشتې وړاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ فرضي کرښه نښتې وشوې، چې دواړو لوريو ته د ځاني زيان ترڅنګ ګڼ مالي زيانونه ورسېدل او هممهاله ورسره نږدې ټولې لارې د پاکستان له لورې وتړل شوې.
د دې لارو تړل کېدل لنډمهالي برېښېدل، ځکه پاکستان تل پر افغانستان د فشار قوې په توګه دغې لارې تړلې او خلاصې کړيدي، خو دا ځل د مقابل جانب د سخت غبرګون پايله شوه، چې لا هم بند پاتې دي.
د شنونکو پر باور چې د دې لارو تړل که له يوې خوا د دواړو غاړو د سوداګرو صادرات او واردات ټکني او ورته ميليونه ډالر زيان واوښت، خو له بلې خوا يې ځېنې ګټې هم تر شا درلودې، چې پدې ليکنه کې يې ځېنې ګټې او زيانونه ښکاره کوو.
ګټې:
افغان حکومت د پاکستان سره پر لارو تړل کېدو، مجبور شو چې د منځنۍ اسيا، ايران، چين او هند سره ځمکني او هوايي دهليزونه پراخ، راکړه ورکړه پرې ترسره او پر دغه بې باوره ګاونډي اتکا کمه کړي، چې هم وچې او لمدې ميوې صادرې شوې او هم د اړتيا وړ توکي وارد شول.
له بل لوري افغان پانګه والو ته زمينه برابره شوه، چې خپل توليد بازار ته وړاندې، څو چنده زيات او د اړتيا وړ برخو کې نوې پانګونې وکړي، چې پدې سره هم پانګه زياتيږي او هم کاري زمينې.
زيانونه:
د لنډ وخت دپاره افغان سوداګر په ميوو او نورو برخو کې زيانمن شول، خو بديلو لارو يې جبران وکړ او په بازارونو کې لنډ مهال نرخونه لوړ شول. خو تر ټولو ستر زیان د ناروغانو په برخه کې دی، چې افغانستان تر اوسه پدې سکتور کې پر ځان متکي نه دی او په خاص ډول د سرطان، زړه او نورو سختو ناروغيو برخه کې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هوايي پروازونو کې کنټرول نشته او د يوې ويزې او ټکټ نرخ تر دوو زرو ډالرو رسيږي، چې د هر چا د وس خبره نه ده، په قاچاقي ډول راتګ که له يوې خوا ګڼې ورځې نېسي، له بلې خوا د سر په بيه ده او عاجل ناروغان يې نشي کولی.
سره د دې چې د هندوستان سره پدې برخه کې ځانګړي تماسونه او ناستې وشوې، خو لا تر اوسه قاطع ګام نشته.
په پاکستان کې ګڼ افغان ناروغان هره ورځ ځورول کيږي، ځکه په ويزو يې وخت تېر شوی او مقابل کې ترې پيسې اخېستل کیږي او د مجبورۍ په وجه ۲ مياشتې همدلته تېروي، خو وطن ته د لارو د نامالوم برخليک په وجه زړه نه ښه کوي.
په پايله کې ويلی شو، چې د قاطع دريځ ښودل اړتيا وه، خو سياسي او ديپلوماتيکي اړيکې بايد پر ځای وي او د اړتيا وړ برخه کې بايد د غوره پاليسيو له مخې کړنې ترسره شي او افغان حکومت د هوايي پروازونو برخه کې کوټلي ګامونه واخلي، پروازونه تر هغې ډېر او بيې کنټرول کړي، ترڅو لارې خلاصيږي او ترڅنګ يې پر ځان د بسيا کيدو په برخه د صنعت او طبابت سکتورونه پياوړي او تقويه کړي.