پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهم.م. تایید کړه چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د...

م.م. تایید کړه چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید پای ته رسېدلی

تاند (شنبه، د مرغومې / جدې ۲۸ که) په افغانستان کې د اپیمو یا تریاکو تولید چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د حضور په کلونو کې په بې ساري ډول زیات شوی و– له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یو ځل بیا واک تر لاسه کړ، تقریباً ختم شوی دی.

د کوکنارو د کرکېلې او د اپیمو د تولید دا توند کمښت د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو د دفتر (UNODC) له‌خوا د افغانستان د اپیمو د ۲۰۲۵ کال د سروې په راپور کې اعلان شوی دی.

راپور ښيي چې د کوکنارو د کرلو پر بندیز دوامدار تطبیق، او همدارنګه وچکالۍ چې د حاصلاتو د ناکامۍ لامل شوې، تولید یې په ځانګړي ډول په بدخشان کې سخت راکم کړی دی. بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې له تاجکستان، چین او پاکستان سره پر پوله پرته هغه سیمه ده چې د هېواد د اپیمو د تولید اصلي مرکز بلل کېده.

د سروې له مخې، تېر کال په افغانستان کې د اپیمو احتمالي تولید شاوخوا ۲۹۶ ټنه اټکل شوی، چې ورڅخه له شاوخوا ۲۲ تر ۳۴ ټنه د صادراتو وړ هیروین جوړېدای شي. دا شمېر د ۲۰۲۳ کال له ۳۲ تر ۵۰ ټنو او د ۲۰۲۲ کال له ۳۵۰ تر ۵۸۰ ټنو سره لوی توپیر لري.

د ملګروملتو له جرمونو او مخدرو موادو  سره د مبارزې د دفتر راپور وایي چې “د ۲۰۲۵  کرنیز موسم پر مهال، ډېری بزګرانو د کوکنارو د کرلو بندیز ته درناوی کړی، چې دا یې د تطبیق درېیم کال دی.”

“په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو تر کر لاندې ټوله ځمکه شاوخوا ۱۰,۲۰۰ هکټاره اټکل شوې، چې د ۲۰۲۴ کال (۱۲,۸۰۰ هکټاره) پرتله ۲۰ سلنه کموالی ښيي، او د بندیز مخکې ۲۰۲۲ کال له کچې (۲۳۲,۰۰۰ هکټاره) سره یې هېڅ پرتله نه کېږي.”

UNODC – چې د نړیوال رسمیت د نشتوالي له امله د طالبانو حکومت ته د افغانستان “واقعي واکمنان” (De facto Authorities) وایي، پرته له هغه وروستي رسمیت چې روسیې ورکړی – وایي چې د طالبانو ادارې راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۴,۰۰۰ هکټارو څخه زیات کوکنار له منځه وړل شوي، “خو UNODC ونه شو کولای دا شمېر په تخنیکي ډول تایید کړي.”

راپور زیاتوي، که څه هم دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د راپور شوي ۱۶,۰۰۰ هکټاره له منځه وړلو په پرتله کم دی، خو “بیا هم دا د اټکل شوې کرکېلې شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي”

راپور وایي: “د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې کله ناکله له تاوتریخوالي ډک مقاومت سره مخ شوې، په ځانګړي ډول په شمال ختیځ کې، چې لاریونونه د ناکراریو او تلفاتو لامل شول.”

راپور دا هم ارزوي چې د تولید او بیو د کمېدو له امله، د اپیمو له پلور څخه د افغان بزګرانو عاید په ۲۰۲۵ کال کې ۴۸ سلنه راکم شوی، چې له ۲۶۰ میلیونه ډالرو (۲۰۲۴) څخه ۱۳۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. دا کمښت د لږ تولید او ټیټو بیو پایله وه.

راپور یادونه کوي چې تېر کال د اپیمو له پلور څخه د بزګرانو عاید په تاریخي توګه ټیټې کچې ته رسېدلی و، او وایي:
“په ۲۰۲۵ کال کې، که څه هم د اپیمو بیې د تېر کال په پرتله راټیټې شوې، خو لا هم د بندیز مخکې کچې ډېرې لوړې پاتې دي. سره له دې چې اپیم په لوړو بیو پلورل کېږي، د تولید اندازه په وروستیو کلونو کې د څو لسیزو تر ټولو ټیټه وه.”

“په ۲۰۲۴ کال کې، د وچ اپیم د یو کیلوګرام منځنۍ موسمي بیه د سوداګرو په کچه ۷۸۰ امریکایي ډالر وه؛ په ۲۰۲۵ کال کې دا بیه ۵۷۰ ډالرو ته راټیټه شوه، چې شاوخوا ۲۶ سلنه کموالی ښيي، خو بیا هم د بندیز تر مخه له اوږدمهاله منځنۍ بیې (چې له ۱۰۰ ډالرو کمه وه) څخه پنځه چنده لوړه ده.”

راپور د دې ستونزې یادونه هم کوي چې بزګران څنګه له کوکنارو څخه قانوني حاصلاتو ته وهڅول شي، او وایي:
“کوکنار لا هم د غنمو او پنبې پرتله په هر هکټار کې څو چنده زیات عاید لري، چې دا د کلیوالو سیمو زیان‌منتیا لا پسې ژوروي.”

“په ۲۰۲۵ کال کې، د اپیمو د بیو کمېدو او د حاصلاتو د لږوالي له امله، په هلمند کې له یوه هکټار کوکنارو څخه شاوخوا ۱۷,۰۰۰ ډالر عاید تر لاسه شوی (چې د تېر کال په پرتله ۴۳ سلنه کمښت دی)، او په بدخشان کې شاوخوا ۱۲,۰۰۰ ډالر (۳۵ سلنه کم).”

“سره له دې کمښت څخه، کوکنار بیا هم د ډېری قانوني حاصلاتو په پرتله ډېر ګټور پاتې دي. د بېلګې په توګه، د غنمو په څېر بنسټیز حاصلات یوازې شاوخوا ۸۰۰ ډالر په هکټار کې عاید ورکوي، او پنبه چې یو مهم نغدي حاصل دی، نږدې ۱,۶۰۰ ډالر په هکټار کې بزګر ته ګټه رسوي.”

راپور خبرداری ورکوي چې د اپیمو لوړې بیې ښايي د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د کوکنارو کر ته لاره هواره کړي.

راپور وایي:
“د بېلګې په توګه، د افغانستان په دوو ګاونډیو هېوادونو کې د کوکنارو د له منځه وړلو کچه له ۵,۸۶۸ هکټارو (۲۰۲۲) څخه ۱۳,۲۰۰ هکټارو ته په ۲۰۲۳ کال کې لوړه شوې (وروستي رسمي معلومات).”

راپور زیاتوي:
“د بازار نښې ښيي چې اپیم له نورو ځایونو څخه هم برابرېږي، ځکه چې د افغانستان د تولید له کمېدو او د تقاضا له نسبي ثبات سره سره، د تریاکو نیونې او بیې راټیټې شوې دي.”

“دا بدلون ښايي د ‘بالون اغېز’ بېلګه وي، چې پکې په یوه هېواد کې سخت تطبیق غیرقانوني فعالیتونه بل هېواد ته وړي – دا پدیده په نورو سیمو کې هم لیدل شوې ده.”

د کوکنارو د بندیز یوه بله پایله دا ښودل شوې چې د مصنوعي نشه‌یي توکو قاچاق، په ځانګړي ډول مېتامفېټامین، زیات شوی دی.

راپور وایي:
“په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د مېتامفېټامین نیونې تر پخوا زیاتې شوې دي، چې دا د دې خطر ښکارندويي کوي چې د اپیاتو د کمښت پر ځای مصنوعي نشه‌یي توکي وکارول شي.”

“په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د مېتامفېټامین بیې هم د زیاتې نیونې له امله راټیټې شوې دي. UNODC د ۲۰۲۲ کال له وروستیو راهیسې په افغانستان کې د مېتامفېټامین بیې څاري، چې په پیل کې یې د یو کیلوګرام بیه د ۶۰۰ او ۸۵۰ ډالرو ترمنځ وه.”

“خو د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې، بیې په چټکۍ سره راولوېدلې او له ۶۰۰ ډالرو څخه ښکته شوې دي. د بیو کمښت او د نیونو زیاتوالی ښيي چې یا تولید زیات شوی او یا له نورو هېوادونو څخه عرضه ډېره شوې ده؛ دا مهال هېڅ یو لامل په بشپړ ډول نه دی تایید شوی، او دواړه د دې بدلون ممکنه عوامل بلل کېږي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...