تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۸مه) د نړۍ د کرکټ د ولسمشر محمد نبي عیسي خیل زوی حسن عیسی خیل په بنګله دېش پریمیرلیګ کې نن سلیزه بشپړه کړه.
حسن عیسی خیل دغه سلیزه په خپله دریمه لوبه کې په خپل نامه ثبت کړه.
حسن عیسی خیل په نړیوالو لیګونو کې لومړنۍ لوبه له خپل پلار محمد نبي عیسی خیل سره پيل کړه، چې په هغه کې یې هم ۹۲ منډې کړې وې.
په دوهمه لوبه کې یې بیا کابو ۲۵منډې وکړې خو لوبډله یې بریا ته ورسوله.
په بنګله دېش لیګ کې یې په خپله درییمه لوبه کې بیا کارنامه وکړه او په ۷۲ توپونو یې د لوړو شپږو پرمټ سلیزه بشپړه کړه.
د حسن دغه سلیزه پر خواله رسنیو په کور دننه او د باندې ډېره ستایل شوې.
ګڼو په خپلو فېسبوک پاڼو لیکلي چې، د کرکټ ولسمشر نبي عیسی خیل افغانستان ته یو بل اتل او کوچنی ولسمشر ډالۍ کړ.
کرکټ پوهان بیا وایي، د حسن عیسی خیل د کرکټ پيل روڼ او فوق العاده دی او د ده دا پيل راتلونکي ته د ملي لوبډلې ملا ور تړلی شي.