پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغان سوداګرو ۵۰ کسیزه ډله بنګله‌دېش ته ولاړه

د افغان سوداګرو ۵۰ کسیزه ډله بنګله‌دېش ته ولاړه

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۸مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکس‌پاڼه په یوه خبرپآڼه کې لیکل شوي چې، د افغان ملي سوداګرو پنځوس کسیزه ډله بنګله‌دېش ته په رسمي سفر لاړه.

خبرپاڼه کې د دغه سفر موخه د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ او د هېوادونو په کچه د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاريو پیاوړتیا بلل شوې ده.

خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا سفر به افغان سوداګرو ته د دې فرصت برابر کړي چې، د سیمې هېوادونو سره خپلې سوداګرۍ پراخې کړې.

د طالبانو یاد زارت ویلي چې د ملي سوداګرو لپاره به دا ډول سفرونه د دې زمینه برابره کړي چې نوي بازارونه ومومي او پر مټ یې د افغاني تولیداتو لپاره د صادراتو فرصتونو برابر کړي.

ټاکل شوې د دې سفر پر مهال افغان سوداګر له بنګله‌دېشي پانګوالو سره د سوداګریزو اړیکو او راکړې ورکړې په تړاو مهمې خبرې اترې وکړي.

افغان سوداګر له هند وروسته داسې مهال بنګله‌دېش ته سفر کوي چې، له پاکستان سره هر ډول سوداګري په بشپړه توګه بنده شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...