Homeخبرونهد ۱۹ کلنو نړیوال جام: افغانستان ویسټ انډیز ته هم ماته ورکړه

د ۱۹ کلنو نړیوال جام: افغانستان ویسټ انډیز ته هم ماته ورکړه

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۸مه) د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د نړۍوال جام په لړ کې خپله دویمه لوبه له ویسټ‌انډیز وګټله.

افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته د ۲۶۲ منډو هدف ورکړ.

عثمان سادات ۸۸ او محبوب تسکین ۸۶ لوړې منډې وکړې.

نننۍ لوبه کې د ویسټ‌انډيز لوبډلې ونشو کولی د افغان لوبډلې ۲۶۳ منډې هدف پوره کړي او خپل ټول لوبغاړي یې په ۳۴م اور کې په ۱۲۴ منډو له لاسه ورکړل.

په توپ‌اچونه کې نن د افغان لوبډلې په ګټه، وحید ځدراڼ او خاطر ستانکزي درې – درې او نورستاني څلور لوبغاړي وسوځول.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له سویلي افریقا ګټلې وه، چې په کې عزیرالله نیازی د لوبې غوره لوبغاړی راغلی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...