پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهیوناما: طالبانو ګڼې بشري سرغړونې کړي چې د ښځو د حقونو نقض...

یوناما: طالبانو ګڼې بشري سرغړونې کړي چې د ښځو د حقونو نقض یې په سر کې راځي

تاند:( دوشنبه، د لړم لومړۍ) د افغانستان د درې میاشتیني بشري وضعیت په اړه د یوناما په تازه خپور شوي راپور کې راغلي چې له زده کړو او نورو حقونو د نجونو او ښځو محرومول د طالبانو د بشري سرغړونو په سر کې راځي.

په راپور کې د ښځو د کار د بندیز برخه په سر کې را اخیستل شوې او ویل شوي چې په جولای میاشته کې د طالبانو امنیتي پرسونل پر هغو یو شمېر سینګارتونونو چاپه وهلې چې په پټه یې فعالیت کاوه.

راپور کې د ښځو د ازاد تګ راتګ په برخه کې هغه بندیز ته اشاره شوې چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د اګست په ۲۶مه په بامیانو کې اعلان کړ او بند امیر پارک ته یې د ښځو تګ منع کړ.

راپور کې د نجونو د تعلیم دوام د بلې سرغړونې په توګه یاد شوی او دغه راز راغلي چې په همدې درې میاشتو کې په عام محضر کې د دورو وهلو پرېکړې هم عملي شوي دي.

طالبانو د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د تامین ادعاوې کړي دي.

دوی د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي، ښځې کار او فعالیتونو ته نه پریږدي، تر دې چې د سفر او پارک ته تلو په اړه یې هم قیودات پرې وضع کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب