دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد کرکټ لوبې د ګټلو په خوشالۍ کې ډزې؛ ننګرهار کې ۲...

د کرکټ لوبې د ګټلو په خوشالۍ کې ډزې؛ ننګرهار کې ۲ تنه ټپیان شوي

تاند:( دوشنبه، د لړم لومړۍ)د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د پاکستان خلاف د افغان کرکټ ملي لوبډلې بریا له امله په شوو ډزو کې تر دې دمه دوه تنه ټپیان چې یوه یې ښځینه او بل یې نارینه دی حوزوي روغتون ته درملنې په موخه راوړل شوي.

د مسوولینو په خبره د دواړو ټپیانو روغتیایي وضعه د ډاډ وړ ده او له درملنې روسته به خپلو کورونو ته واستول شي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې ورځې ناوخته د هندوستان په کوربه توب نړیوال جام کې د اتو منډو په توپیر د پاکستان کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې دا بریالیتوب په پراخه کچه ستایل شوې، خو په ځینو سیمو کې یې په خوشالۍ د ډزو خبرونه ورکړل شوي.

یو شمېر خلکو د خوشالۍ په نوم ډزې ناوړه دود ګڼلی او له چارواکو یې عاملینو سره د جدي چلند غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب