Homeسپورتد سلو توپونو سیالۍ؛راشدخان پرلپسې دوهم ځل غوره لوبغاړی شو

د سلو توپونو سیالۍ؛راشدخان پرلپسې دوهم ځل غوره لوبغاړی شو

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۱۹مه』‏د افغانستان کرېکټ ستوری او د ملي لوبډلې د شل اوره فارمټ لوبډلمشر راشد خان د سږ کال هنډرېډ يا د سلو توپونو سياليو د بیا ځل لپاره غوره لوبغاړی شو.

نوموړي د یادو لوبو په پنځمه لوبه کې د ۱۹ منډو په بدل د دريو لوبغاړو په سوځولو سره غوره لوبغاړی شو.

دا په دې سياليو کې يو پر بل پسې دويم ځل دی چې راشد خان دغه جايزه ګټي.

تر دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې هم راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...