Homeخبرونه‏ اسراییلیانو د غزې د نیولو پرېکړه غندلې

‏ اسراییلیانو د غزې د نیولو پرېکړه غندلې

تاند[ یکشنبه د زمري – اسد ۱۹مه] د غزې ښار نیولو په تړاو د اسراییلو د حکومت د امنیتي کابینې د پلان او غزه کې د جګړې پراخولو پر ضد زرګونه اسراییليانو لاریون کړی.

لاریونوالو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده.

راپورونه وایې چې لاریونوالو هڅه کړې له تل ابیب سره نښلېدونکې لارې د ترافیکو پر مخ وتړي خو پولیسو یې مخه نیولې.

لاریونونه د هغې ټولنې له لوري تنظیم شوي چې، غړي یې غزه کې د برمته اسراییلیانو خپلوان دي.

دوی د غزې د نیولو پر ځای د برمته کسانو پر تبادلې ټېنګار کړی دی.

لاریونوالو اندېښنه ښودلې چې د غزې د جګړې پراخول به د برمته اسراییلیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دا لاریونونه داسې مهال پيلېږي، چې د تېرې جمعې په ورځ د اسراییل امنیتي کابینې د غزې ښار د نیولو طرحه تصویب کړه.
د اسراییلیانو د لاریونونو ترڅنګ بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو هم د اسراییلو دا پرېکړه غندلې او له تل ابیب یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...