جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبانو لغمان کې ۱۰ تنه د موسیقۍ غږولو په تور نیولي

طالبانو لغمان کې ۱۰ تنه د موسیقۍ غږولو په تور نیولي

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۱۹مه』‏لغمان کې د طالبانو سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف لس تنه د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.

د سرچینو په وینا دا کسان په مرکز مهترلام ښار او د قرغیو ولسوالۍ اړوند «تړاګړ» کلي کې د موسیقۍ غږولو پر مهال نیول شوي.

سرچینې زیاته کړې چې دا کسان د خوښیو مراسمو لپاره سره راټول شوي وو، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو ونیول.

بل خوا لغمان کې د طالبانو امربالمعروف ریاست هم منلې چې، د موسیقۍ غږولو مخنیوی یې کړی او ځینې آلې یې هم ترلاسه کړې دي.

له دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو اړوندو امربالمعروف ریاستونو سلګونه د موسیقۍ آلې راټولې او بیا یې سوځولې دي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې د موسیقۍ په خپرولو او جوړولو مطلق بندیزونه لګول شوي او سلګونه افغان هنرمندان او سندرغاړي له هېواده بهر په نامعلوم برخلیک کې دي.

1 COMMENT

  1. یوه عامه مقوله موږ ټولو اوریدلی ده:
    ” موسیقی د روح خواړه دی “.
    البته زه ددی مقولی اصالت ته عقیده نلرم
    خو
    که دا مقوله په عامه کچه د منلو وړ وی نو:
    غربی استعمارګران په غزه کی د وږو نسونو د غمیزی په وړاندی پټه خوله دی او هیڅ غبرګون نه ښئی.
    او
    په افغانسنان کی د وږو ارواحو ( پر موسیقی غږولو باندی بندیز ) په وړاندی پټه خوله دی او هیڅ غبرګون ئی نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب