تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۱۹مه』یوناما په ننګرهار کې د خپل دفتر تړل کېدلو اوازې رد کړې.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما (U.N.A.M.A) هغه اوازې رد کړې چې، ویل کېدل د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښارکې د دوی دفتر تړل شوی دی.
یوناما نن (یک شنبه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، په ننګرهار کې د دوی دفتر تړل شوی نه دی؛ بلکې له یوه ځای څخه یې بلې سیمې ته لېږدوي.
سرچینه وايي چې، کارونه يې په عادي ډول مخ ته روان دي.
یوناما داسې مهال دا غبرګون ښيي چې، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرېږي چې، په ننګرهار کې د یوناما دفتر تړل شوی دی.
په دې وروستیو کې د یوناما ادارې او طالبانو ترمنځ اړیکې یو څه نازکې شوي او وخت ناوخته طالبان افغانستان کې له افغانانو سره د طالبانو د چلند په اړه په خپرو شویو راپورونو غبرګونونه ښيي او د یوناما راپورونه توپيري او ناسم بولي.