تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۱۹مه』د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان ژوبل شوي دي.
د دې ولایت طالب مسوولانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه ترافیکي پېښي پرون شنبه رامنځته شوې دي.
خبرپاڼه کاږي چې لومړنۍ پېښه په مندروړ سیمه کې د یوه کرولا او فلانکوچ او رېکشې او دوهمه یې په شمنګړ سیمه کې د یوه سوزکي او مازدا د ټکر له امله رامنځ ته شوي دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې، ژوبل کسان د درملنې له پاره روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د وضعیت په اړه یې بل څه نه دي ویل شوي.
خبرپاڼه کې د یادو پېښو د رامنځ ته کېدو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده شوې ده.
په تېره یوه اونۍ کې د ترافیکي پېښو ګراف او په دې پېښو کې د مرګ ژوبلې خبرونه زیات شوي دي.
وړمه ورځ د هیواد په څلورو ولایتونو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
افغانستان کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ ترڅنګ خراب سړکونه او د ترافیکي قوانینو او نښو نشتون هم یادېږي او په دې برخه کې بیا خلک د نیوکې ګوته حاکمو نظامونو ته نیسي.