Homeخبرونهد څلورو ولایتونو په ترافیکي پېښو کې ۱۸ کسان مړه او ژوبل...

د څلورو ولایتونو په ترافیکي پېښو کې ۱۸ کسان مړه او ژوبل دي

تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۱۸مه』په هلمند، بلخ، کندز او بدخشان ولایتونو کې پرون جمعه او نن شنبه د ترافیکي پېښو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب مسوولان وایي په یادو ولایتونو کې څلور ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې ۹ کسان وژل شوي او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.

طالب سرچینو ویلي، دغه ترافیکي پېښې لومړۍ یې د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لار ، دوهمه یې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د کرولا چپه کېدلو، درېیمه یې په بلخ کې د قوش تېپې- حیرتان پر لویه لاره او څلورمه یې د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې له سړک څخه د یوه موټر اوښتو له امله رامنځ ته شوې ده.

سرچینې وايي چې ژوبل کسان د درملنې له پاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دې پېښو د رامنځ ته کېدو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده شوې ده.

دغه پېښې داسې مهال رامنځته شوي، چې تېره پنج شنبه د طالبانو مشرتابه په کندهار کې د دیني عالمانو غونډې ته وویل چې، د ترافیکي پېښو په اړه عامه پوهاوی وکړي؛ څو خلک هم ځان او د نورو ژوند له تباه کېدو وژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...