جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهسندور عملیاتو کې هند د پاکستان ۵ جیټ الوتکې نسکورې کړي

سندور عملیاتو کې هند د پاکستان ۵ جیټ الوتکې نسکورې کړي

تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۱۸مه』‏هندي چارواکي وایي، د روان کال په می میاشت کې یې له پاکستان سره جګړه کې، د دغه هېواد پنځه جېټ الوتکې نسکورې کړې دي.

د هند لوی درستیز انیل چوهان په سینګاپور کې رسنیو ته ویلي، چې د «سندور» په نوم په عملیاتو کې شپږ پاکستانۍ الوتکې چې پنځه یې جنګي جېټ او یوه لویه الوتکه وه، ویشتلې او له منځه یې وړې دي.

هغه د پاکستان هغه ادعا هم رد کړې چې ګوندې د هند شپږ جنګي الوتکې یې نسکورې کړې دي.

پاکستان بیا د هند د لوی درستیز د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د وسله والو په برید کې د ۲۶ هندي سیلانیانو تر وژل کېدو وروسته نوي ډيلي د پاکستان ځینې برخې په نښه کړې او د ترهګرو د پټځایونو د له منځه وړولو ادعا یې وکړه.

له دې برید وروسته پاکستان هم ځوابي برید وکړ، خو له درې ورځو په تېرېدو سره، د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ منځګړتوب وکړ او دا جګړه یې پای ته ورسوله.

1 COMMENT

  1. کله چې دا جګړه ختمه شوه د پآکستان د پوځ مشر عاصم منیر مخامخ امریکا ته سفر وکړ او داسې ویل کیږي چې اوس تازه بیا دویم ځل لپاره سفر کوی ځکه امریکا په آسیا کې ټولي جنګي پروژي د پاکستان په وسیله مخي ته وړی
    خو لدې معلومیږی چې په آسیا کې ټولی ناخوالو کې د امریکا او برتانیی مخامخ لاس ده خو دا موږ افغانان او د آسیا اړوند هیوادونه لا تر اوسه ګونګ دي ځکه خپل ګټي د امریکا د سیاست تر سیوری لاندی ویني
    ټرمپ تیر ځل دوره کې وویل چې موږ پاکستان ۳۳ میلیارده ډالر ورکړل خو دوی (پنجاب) هیڅ هم ونکړل مګر بیا هم لا تر اوسه د پاکستان په اړه خپل پالیسی او ستراتیژی کې تغیر نده را وستلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب