تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۱۸مه』د غزې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې له امله ۴ تنه نور وژل شوي دي.
له دې سره په غزه کې له لوږې او خوارځواکۍ له امله د مړو شویو شمېر ۲۰۱ ته پورته شو.
په غزه کې لوږه او سخت نظامي عملیات داسې مهال شدت اخلي، چې پرون جمعه هم د اسراییلو امنیتي کابینې د غزې ښار نیولو طرحه تصویب کړه.
د اسراییلو دا پرېکړه د هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه او ټینګار شوی، چې بېرته دې واخیستل شي.
هېوادونه ټینګار کوي، چې دا طرحه به نه یوازې حماس له منځه یونسي، بلکې د لا زیاتې وینې تویېدنې سربېره، د یرغمل شویو ژوندي خوشې کول هم نه تضمینوي.
حماس بیا د اسراییل له لوري د غزې ښار نظامي کنټرول ترلاسه کولو پرېکړه «جنګي جنایت» ګڼلی دی.
د معلوماتو له مخې، د اسراییل و حماس جګړې له پیله، ۶۱ زره ۳۳۰ فلسطنیان وژل شوي او ۱۵۲ زره او ۳۵۹ نور بیا ټپیان شوي دي.
د اټکل له مخې د اکټوبر راهیسې چې جګړه پیل شوې، د حماس له لوري ۱۱۳۹ اسراییلي وګړي هم وژل شوي دي او لسګونه نور یرغمل نیول شوي دي.