پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهټرمپ او پوتین د اګست ۱۵مه الاسکا کې ویني

ټرمپ او پوتین د اګست ۱۵مه الاسکا کې ویني

تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۱۸مه』‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۵ نېټه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې ويني.

دوی دواړه د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په پار ویني.

ټرمپ دا اعلان پرون د جمعې ورځ کړی دی.

هغه ویلي،چې په جګړه کې ښکېل اړخونه د یوه اوربند تړون ته نږدې شوي، چې ښايي دا جګړه پای ته ورسوي.

کریملین ماڼۍ هم وروسته یوه بیان کې د دې غونډې پخلی کړی دی.

د پوتین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، چې ټرمپ او پوتین به د اوکراین د کړکېچ د اوږد مهاله سوله ییز حل پر لارو چارو تمرکز وکړي.

د ټرمپ د وینا له مخې، د اوربند او سولې په دې تړون کې به د دواړو هېوادونو په ګټه د ځمکو تبادله وشي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا او روسیه پر داسې تړون کار کوي، چې د جګړې پر مهال نیول شوې سیمې به د مسکو لاس کې پاتې شي.

اوکراین بیا تر دې مخکې ویلي چې د جګړې د پای په لټه کې نرمښت ته چمتو دی، خو د خپلې شاوخوا ۲۰٪ خاورې پرېښودل به د زیلینسکي لپاره له سیاسي او ملي پلوه سخت وي.

اوس به د اګسټ په ۱۵ مه نېټه روښانه شي چې، ټرمپ او پوتین د اوکراین سولې په تړاو هوکړې ته رسېږي، که نه.

1 COMMENT

  1. جالبه ده کله چې د امریکا او شوری ترمینځ د داکتر نجیب الله وخت کې تړون کیده نو نجیب الله د دولتي چارواکي پکي شتون نه درلود بیا کله چې د پاکستان او روسیی ترمینځ تړون کیده هم داکتر نجیب الله او پخوانیو مجاهدینو (۷ یا ۸ ) ډلو رهبران شتون نه درلود کله چې امریکا او طالبانو د دوحی تړون لاسلیک کولو نو د غنی د دولت چارواکي نظر او شتون وجود نه درلود همدارنګه اوس د زیلنسکی هم په غونډه او تړون کې شامل ندی
    بل دا چې آلاسکا ایالت د پخوا د شوروی یا روسیی برخه وو چې امریکا ترینه په ډالرو واخیسته نن پخپله پخواني خاوره کې سره ګوری
    تاسو زیلنسکی او ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکتله چې ټولي نړۍ کې ډنډوره جوړه شوه نو امریکا تل د خپل حریف ماتول په لټه کې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...