جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد طالبانو د واکمنۍ په ۴ کلونو کې ۲۴ زره بهرنيو سیلانیانو...

د طالبانو د واکمنۍ په ۴ کلونو کې ۲۴ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې

تاند『یکشنبه د زمري ـ اسد ۱۹مه』د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلان وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲۴ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران پرون شنبه افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کي دغه خبره وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې، یاد شمېر سیلانیان د سیاحت په خاطر افغانستان ته راغلي او دلته یې له بېلابېلو سیمو لیدنې کړي دي.

غفران وایي، دوی د ګرځندویانو له پاره د هیواد په بېلابېلو سیمو کې څلور هوټلونه جوړ کړي او د څلورو نورو جوړولو پلان هم لري.

طالب مسوولان د افغانستان طبیعي ښکلاوې، اوسنی د امنیت ټینګښت،تاریخي او کلتوري سیمې هغه څه یادوي چې، له امله یې د نړیوالو سیلانیانو پام افغانستان ته را اوښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...