جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ځینې رسنۍ وي او ځینې د رسنیو په نوم تبلیغاتي دستګاوې ! 

ځینې رسنۍ وي او ځینې د رسنیو په نوم تبلیغاتي دستګاوې ! 

لیکنه: سیال یوسفي
په معاصره معلوماتي نړۍ کې رسنۍ (Media) او تبلیغاتي دستګاوې (Propaganda Machinery) ظاهراً یو شان ښکاري، خو په بنسټیز ډول له یو بل سره لوی توپیر لري.
رښتینې رسنۍ د ټولنې د سترګو، غوږونو او وجدان رول لوبوي. د دوی اساسي موخه خلکو ته اطلاع‌رسونه، معلومات شریکول، د حقایقو څېړل، د بېلابېلو اړخونو اورېدنه او د عامه پوهاوي لوړول دي.
رسنۍ د مسلکي ژورنالیزم له معیارونو لکه بې‌طرفي، دقیق معلومات، د سرچینو تایید، د اخلاقو رعایت او د ملي ګټو خوندیتوب سره سم کار کوي.
برعکس، تبلیغاتي دستګاوې د اطلاع‌رسونې لپاره نه، بلکې د قناعت، جهت‌ورکونې، د افکارو کنټرول او د یوې ځانګړې اجنډا د پر مخ وړلو لپاره جوړې شوې وي.
دا ډول دستګاوې ځان رسنۍ معرفي کوي، خو د رسنیو له بنسټیزو اصولو په بشپړه توګه لرې وي.
په تبلیغاتي نظامونو کې خبر د واقعیت په توګه نه، بلکې د یوې پروژې د وسیلې په توګه کارول کېږي. د معلوماتو انتخاب، تحریف، مبالغه، د مخالف لوري بدنامول او د یوه لوري ستاینه د دې دستګاو ورځنۍ چارې او کړنې دي.
اصلي توپیر په دې کې دی چې رسنۍ د خلکو په خدمت کې وي، او تبلیغاتي دستګاه د یوې پروژې، ډلې، ګوند یا بهرني ځواک په خدمت کې.
رسنۍ هڅه کوي چې خلکو ته د پېښو هر اړخیز تصویر وړاندې کړي، په داسې حال کې چې تبلیغاتي دستګاه یوازې هغه څه خپروي چې د هغې د موخو سره سمه وي او هغه څه پټوي چې د هغې اجنډا ته زیان رسوي.
په علمي توګه، رسنۍ د چېک‌انډ‌بیلنس (Check and Balance) رول لري؛ حکومت، ځواکمنې ډلې او پریکړې تر پوښتنې لاندې راولي او د حساب‌ورکونې غوښتنه کوي. خو تبلیغاتي دستګاه د همدې برعکس، د قوي لوري ملاتړ کوي، د ولس د پوښتنې کولو توان له منځه وړي او د عامه ذهنیت په شکل ورکولو کې یو لوری انحصاري دی.
په پایله کې، د رسنیو او تبلیغاتو تر منځ توپیر یوازې تخنیکي نه، بلکې اخلاقي، مسلکي او سیسټماټیک دی.
رسنۍ د حقیقت په لټه کې وي، خو تبلیغاتي دستګاه د حقیقت د پټولو، بدلېدو او مسخ کولو هڅه کوي.
همدې ته په کتو، د یوې ټولنې د سوکالۍ او روښانتیا لپاره رښتینې آزادې رسنۍ حیاتي ارزښت لري، خو تبلیغاتي دستګاوې د ټولنې د فکري او سیاسي انحطاط لامل ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب