جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر هند ته...

نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر هند ته لاړ

تاند ( چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۸مه) ‏د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه، نوي ډیلي ته ولاړ.

دیاد  وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د سفر موخه د چابهار بندر د ظرفیتونو فعاله کارونه، د هند د پانګونې جلب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ده.

د خبرپاڼې له مخې به عزیزي د دغه سفر پر مهال د پراګتي میدان نړۍوال نندارتون له لیدنې سربېره د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو، سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور له غړو سره وګوري.

هند ته د افغاني پلاوي دغه سفر د کابل او نوې ډيلي د اړیکو د اقتصادي پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

اقتصادي کارپوهان تمه لري چې د دغه سفر پایلې به د تماسونو په پراخېدو، د سوداګرۍ په وده او د سیمې په ټرانزیټي دهلیزونو کې د افغانستان د رول په زیاتېدو کې مهم اغېز ولري.

1 COMMENT

  1. THIS IS A GOOD CHANCE FOR AFGHANS IN LONG TERM.
    AFGHANISTAN WILL FIND A HONEST PARTNER FOR BUSINESS.
    INDIA GOT STRONG ECONOMIC AND WIDE POPULATION, ANY KIND PRODUCT CAN SALE IN INDIA.
    AND ALSO INDIAN SUPPLIES HAVE A GOOD QUALITY CAN BRING IN FOR AFGHANS,
    STOP FAKE PRODUCT OF PAKISTAN.
    GOOD LUCK FOR AFGHANS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب