تاند ( چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۸مه) د طالبانو د حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د پانګونې جذب کې د ا.ا پالیسي په نوم سیمینار ته پیغام کې، پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې، کارموندنې پراختیا، تولیدي سکټور پیاوړتیا او د سیمې او نړۍ بازارونو سره افغانستان نښلولو لپاره مهم رکن بللی.
ملا حسن اخوند د اقتصادي ودې ستر عامل پانګونه یاده کړې، چې په خبره یې له کورنیو او بهرنیو لارو ترلاسه او د هېوادونو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د ملا د تیر حیثیت لري.
رئیس الوزراء اړوند ادارو او سکټورونو څخه غوښتې، چې د هېواد ملي ګټو او اقتصادي ودې په موخه د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د جذب لپاره ټول امکانات وکاروي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې دوی به پانګه والو لپاره د روڼ، باوري، اسانه او د نړیوالو معیارونو مطابق چاپېریال رامنځته کولو ته ژمن دی او په خبره یې، د خصوصي سکټور ځواک، نوښت او پانګونه د هېواد په اقتصادي ثابت کې مهم رول لرلی شي.
هغه هیله ښودلې چې یاد کنفرانس به د افکارو، تجربو، متقابلې همکارۍ او علمي وړاندیزونو د تبادلې داسې فضا جوړه کړي، چې په پایله کې د افغانستان اقتصادي راتلونکې لپاره نورې لارې پرانیستل شي.
MAWLAWEE SAHIB SALAMOALIKUM;
AFGHAN MILLIONAIR IN FOREIGN DONT HAVE KNOWLEDGE FOR BUSINESS,
THEY GET MONEY FROM DRUGS AND CORRUPTION,
WE GOT MANY CHANCE FOR BUSINESS;
1, MAKE KUNER RIVER WATER FILTER AND PUT IN BOTTLE. AND SEND DRINK WATER TO ALL AFGHANISTAN
2- MAKE CORN OIL FROM CORN IN ALL PROVINCE ZABEL UROZGAN KANDAHAR GROWING THREE TIME A YEAR CORN.
GROW COTTON FOR NESAJI BAGRAMI/NISAJI GUL BAHAR//NISAJI GREAT KANDAHAR-3
4 GROW CHICKEN FARMS
5- BUILD RESIDENCY BUILDING FOR RENT
6- SUPER MARKETS/ RESTAURANTS/PRIVATE UNIVERSITY/PRIVATE CLINIK/HOSPITAL
THANK YOU FROM TAAND
AND MANY MORE