پنجشنبه, فبروري 19, 2026
Homeخبرونهد صنعت او سوداګرۍ وزیر نن په رسمي سفر هند ته ځي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نن په رسمي سفر هند ته ځي

‏تاند ( چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۸مه) د طالبانو د حکومت رسنیو ویلي چې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر به نن چهارشنبه په رسمي سفر د هندوستان پلازمېنې نوي ډیلي ته روان شي.

رسنیو د باوري سرچېنو له قوله ویلي، چې نورالدین عزیزي به په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، صادارتو او وارداتو پراختیا په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر داسې مهال هند ته په سفر ځي، چې څو ورځې وړاندې یې د ایران سیستان بلوچستان ولایت ته هم د سفر پر مهال ایراني چارواکو سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.

بل لورته تازه بیا ایراني سوداګرو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو د اووه څلوېښتم کال په مناسبت

دودیال   د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل....