تاند ( چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۸مه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري کابل کې د ایران سفیر او علیرضا بیکدلي او د یاد هېواد سوداګرۍ خونې غړو سره کتلي.
د کانونو وزارت ویلي، په دې ناسته کې ایراني سوداګرو د افغانستان کانونو په ځانګړي ډول مس، سرو زرو او اوسپنې معدنونو باندې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
دغه راز دوی د اوسپنې ویلي کولو فابریکې، مجهز لابراتوار، د فني خدماتو مرکز جوړولو او د یاد وزارت مسلکي انجنیرانو د ظرفیت لوړونې برخو کې هم ژمنې کړې دي.
بل لورته د طالبانو د حکومت د کانونو وزیر افغانانو ته د کاري فرضتونو برابرولو ته په اشارې ویلي چې، د دوی د پالیسي له مخې باید د کانونو چاڼ په کور دننه وشي.
TALIBS ADMINISTRATION MUST BE SMART IN CONTROL AND SMOGLING OF MINERAL SPECIAL TO PAKISTAN.
AFGHANS HAVE MORE WISHES TO MINERALS AND WATER.
BECAUSE AFGHANS ARE LIVING IN POVERTY,
MADE READY ALL DESERT FOR AGRECALTURE.GIVE LAND TO IMMIGRANS,HOMELESS,
CLOSE WATER FOR GENERAL AGRECALTURE,
PEOPLES MUST GROW FARMS FOR CHICKEN/FISH/COWS/GOATS/SHIPS LAMBS………
THANK YOU